اسلام آباد ۔ یکم مئی(اے پی پی) د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير چوهدري محمد برجېس طاهر وئيلي دي مزدور او ورکرکلاس د كوم هم هېواد مهمه سرمايه او د ملا تير وي۔ او ددوئي د سوكالۍ نه غېر د هېواد د پرمختګ او سوكالۍ خوب ريښتيا كېدې نه شي۔ د خواري كښو ورځې په مهال يوې دستورې ته خپل خطاب كښې ده د شکاګو مزدورانو قربانيو ته د عقيدت پېروزنې وړاندې كولو سره ووئيل تېره پېړۍ نړۍ كښې د مزدور او ورکرکلاس حقونو په اړه شعور بېدارولو له ټر ټولو مهمه پېړۍ ثابت شوې او د نړۍ بېل بېل معاشي نظامونه مزدورانو له ترتيب كړې شول۔ په دې مهال وفاقي وزير د وزيراعظم د وژن ترمخه د روانې سي پېك منصوبې ذكر كولو سره ووئيل ددې مېګا منصوبې تر سېوري لاندې هېواد كښې د 60 اربه ډالر نه د زيات رقم سرمايه كاري كېږي۔ د ??ې په نتيجه كښې به 20 لكهه ملازمتونه رامخې ته شي۔ چې ورسر?? به يو خوا د بېروزګارۍ خاتمه ممكن شي او بلخوا لېبر ماركيټ كښې د مسابقت پېدا كېدو په سوب به د مزدورانو او ورکرکلاس په اجرت كښې اضافه وشي۔ وفاقي وزير په دې مهال پاكستان كښ?? د ??من وضعه ښه كولو ٬ د داخله وزارت د انتظام لاندې ادارو كاركردګي ښه كولو او پنډۍ او ټېكسلا كښې پرمختيائي كارونو كښې برخه اخستونكو او د واه مزدورانو او وركر كلاس لپاره د خېر ښېګړې په منصوبو پیل كولو د چوهدري نثار علي خان ستائنه وكړه۔
مزدور او ورکرکلاس د كوم هم هېواد مهمه سرمايه او د ملا تير وي۔ وفاقی وزیر چوھدری محمد برجېس طاهر
مضمون کا ماخذ : بفیلو بلٹز