اسلام آباد ۔ 10 مئی (اے پی پی) د پاکستان مسلم لیګ (ن) لارښود او د قامي اسمبلۍ غړي دانيال عزيز وئيلي دي د تحريك انصاف په پانامه ليكس د جے آئي ټي تحقيقات ميډيا ته د وړاندې كولو غوښتنه نامناسبه ده ??ومه چې هېڅ جواز نه لري۔ د شورؤ په ورځ يو شخصي ټي وي چېنل سره خبرو كښې ده ??وئيل بې بنسټه او د دروغو تورونه لګول د پي ټي آئي عادت جوړ شوے او هم دا سوب دے چې كله ورته د ثبوت وړاندې كولو ووئيلې شي نو وائي زمونږ كار ثبوت وركول نه بلكې تور لګول دي۔ ده ??وئېل حال دا دے چې څوك تور لګوي هم هغه ثبوت وړاندې كوي۔ ۔ ده ??وئېل وزيراعظم خپل ځان او كورنۍ احتساب ته وړاندې كولوباندې يو مثال جوړ كړے۔ ده ??وئيل پاكستان ليګ (ن) د عدالتونو احترام كوي او دعدالتونو پرېكړې مني نو ځكه نور دې هم د عدالتونو پرېكړې ومني۔ ده ??وئيل زمونږ سياسي مخالفينو خپلو صوبو كښې اولس له كومه ??وه پروژه هم پېل نه كړه او پاكستان مسلم ليګ (ن) په ټول هېواد كښې د اولس د خېر ښېګړې منصوبې پېل كړي دي ۔ دانیال عزیز ووئيل هيله لرم چې مونږ به هېواد نه تيارې لرې كړو او اولس سره كړې وعدې تر سره كولو كښې به بريالي شوو۔
د تحريك انصاف د پانامه ليكس جے آئي ټي تحقيقات ميډيا ته د وړاندې كولو غوښتنه نامناسبه ده
مضمون کا ماخذ : تھنڈرسٹرک II