اسلام آباد۔ 13نومبر (اے پی پی) د خارجه دفتر وياند پاكستان كښې د اقليتونو غېر محفوظ كېدو او ?? ترهګرۍ پحقله د هند بې بنسټه تورونه رد كولو سره وئيلي دي هند خپل هېواد كښې د اقليتونو په ضد روان ناروا سلوك او ??رهګرۍ نه پام بلخوا ګرځول غواړي۔ د جمعې په ورځ وياند د هند د خارجه وزارت په بې بنسټه تورونو خپل كلك غبرګون ښودلو سره ووئيل هند د دروغو او ??ې بنسټه تورونو لګولو سره ??قب??ضه جمو وكشمير كښې د رياستي ترهګرۍ او ?? خپلو اقليتونو په ضد روان ناروا سلوك څخه د نرۍ پام بل پلو ګرځولو كښې كاميابېدے نه شي۔ بلكې دې سره به د يو ذمه وار هېواد په حېث د هند وقار ته لا زيان ورسيږي ۔ وياند په هند زور راوړو چې هغوي د ترهګرۍ د يوې رياستي پالېسۍ په توګه د كارولو نه منع شي۔ هند دې ??قب??ضه كشمير كښې د كشميري اولس د بشري حقونو سنګينې خلاف ورزۍ بندې او ?? خپلو وګړو حقونو تحفظ له كوټلي ګامونه پورته كړي۔ ده زياته كړه چې د كشمير مسئله بايد د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل ق??اردادونو له مخې حل كړې شي
پاكستان د اقليتونو غېر محفوظ كېدو او د ترهګرۍ پحقله د هند بې بنسټه تورونه رد كړل
مضمون کا ماخذ : پاور بال کے اعدادوشمار