اسلام آباد۔28مارچ (اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزیر محسن نقوي وئېلي دي هې??اد دښمنه عناصر پخپلو ناوړه کارروائیو د پاکستاني قام عزم له ماتې نشي وركولې ،په پورا طاقت به د هې??اد دښمنانو له ځواب وركوو ، د تر??ه ګرۍ په ضد جنګ د پاکستان د بقاء جنګ دے ۔ دا خبره ده د زيارت په ورځ وزیراعلی هاوس پیښور كښې د اعلیٰ كچ غونډې ته خطاب کښې وكړه ۔ د وزیراعلی كور ته په رسېدو د خیبرپښتونخوا وزیراعلیٰ علی امین ګنډاپور وفاقي وزير ته هر كلے اووې۔ داخله وزير محسن نقوي د وزیراعلیٰ سره ملاقات وكړو چې پكښې صوبه كښې د امن په صورتحال خبرې وشوې ۔ په دې مهال دواړو لارښودو د تر??ه ګرۍ د ناسور د بشپره خاتمې د عزم پخلے وكړو ۔ ملاقات كښې د تر??ه ګرو خلاف په استخباراتي بنياد د آپریشن لا ګړندي كولو پرېكره هم وشوه ۔وفاقي وزیر او وزیر اعلیٰ په ځان مرګي بريد كښې د چینائي وګرو په مرګ حفګان ښكاره كړو او د چین حکومت ، اولس او د وژلے شوو كورنيو سره ئې د يووالي څړګندونه وكړه او د بريد سهولت کار تر منطقي انجام رسولو له ئې عزم وكړو ۔ داخله وزير محسن نقوي ووئېل په چینائي ??ګړ?? بريد كوونكې عناصر به د سختې سزا څخه بچ نشي۔ وفاقی وزیر د تر??ه ګرۍ مقابلې له د موثر مشاورت هدایت وركولو سره ووئېل د خیبرپښتونخوا سره به هر ممکن مرسته كوو ۔ وزیر اعلیٰ علی امین ګنډا پور ووئېل امن و امان ته صوبائی حکومت اول پام لرنه كوي ،دې مقصد له صوبائی حکومت ټول تتر لاسه وسائل به کاروي او د صوبې اولس د ځان او مال تحفظ باوري كولو لپاره به هر ممکن اقدامات كوو ۔
هېواد دښمنه عناصر پخپلو ناوړه کارروائیو د پاکستاني قام عزم له ماتې نشي وركولې ، د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي پیښور كښې غونډې ته خطاب
مضمون کا ماخذ : لوٹومینیا