اسلام آباد ۔ 02 فروری (اے پی پی) د خارجه دفتر وياند نفيس زكريا ٬ د حريت لارښود كورودانې مشعال ملك او نورو وېناوالو د كشمير يووالي ورځې په اړه سيمينار ته خپله وېنا كښې ووئيل د كشمير مسئله بايد د ملګرو ملتونو د قراردادونو ترمخه حل كړې شي۔ پاکستان به د كشميري اولس اخلاقي ٬ سفارتي او سياسي ملاتړ روان ساتي۔ نړيواله ورورولي دې د هندي ځواكونو لخوا په كشميريانو د روانو ظلمونو خبر واخلي۔ آر اېس اېس يو ترهه ګر تنظيم دے او په 1947ء كښې دې تنظيم 5 سوه زره كشميريان شهيدان كړي۔ دوئي د زيارت په ورځ د رفاه پوهنتون د سېوري لاندې د كشمير يو والي ورځې په اړه راجوړ كړي سيمنار ته خطاب كولو۔ په دې مهال دوئي ووئيل د پاكستان د كشمير په اړه پالېسي څرګنده ده۔ پاكستان د كشمير مسئله د ملګرو ملتونو د قراردادونو ترمخه حل كول غواړي۔ دوئي ووئيل د تېرو 70 كلونو نه شخړيز كشميركښې بشري حقونه له منځھ وړلې شي او د دې ظلمونو بايد حساب وركړې شي۔ دوئي ووئيل د برهان واني شهادت د 1947 نه د كشميري اولس د وركړې كېدونكو قربانو يوه كړۍ ده۔ نفیس زکریا ووئيل د یو اېن په ايجنډا نن هم كشمير يوه حل غوښتونكې مسئله ده۔ پاكستان په 5 فروری ټوله نړۍ كښې د كشمير ورځ په زړه پورې ډول لمانځي۔ ده ووئېل حكومت د كشمير مسئله د نړۍ په هر فورم پورته كړې۔ دوئي ووئيل وزیراعظم د عمومي اسمبلۍ غونډه كښې په كشمير خبره كړې۔ مشعال ملك ووئيل يو اړخ ته 9 لکهھ وسله په لاس هندے پوځ ولاړ دے او بلخوا تش لاس كشميرېان كوم چې خپلې آزادۍ له هڅې كوي۔ سیمینار ته د جنرال (ر) حمید ګل ځوي عبداﷲ ګل، د کشمیر جرنلسټس فورم صدر عابد خورشید، منصور جعفر او د رفاہ پوهنتون ميډيا څانګې مشر ريحان حسن هم وېنا وكړه۔
د كشمير مسئله بايد د ملګرو ملتونو د قراردادونو ترمخه حل كړې شي
مضمون کا ماخذ : سمندری ڈاکو گولڈ