پبي / کھاریاں 10 فروري(اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير چوهدري نثار علي خان د جمعې په ورځ نېشنل كاٶنټر ټېررازم ټرېننګ سنټر پبي٬ كهارياں ته تللې دې۔ داخله وزير د نېشنل انټېګرېټډ كاٶنټر ټېرراسم كورس د 9م ګرېجواېشن په دستوره كښې د خاص مېلمه په توګه بللې شوے ٶه ۔ د كمانډر ون كور لېفټېننټ جنرال عمر فاروق دراني داخله وزير ته په دستوره كښې په خاص توګه د ګډون كولو بلنه وركړې وه ۔ سنټر په كال 2014 كښې د قانون نافذ كوونكو ادارو پشمول د رېنجرز٬ اېف سي او د اسلام آباد ٬ ګلګت بلتستان پوليس پشمول د ټولو صوبو ځوانانو ته د ترهه ګرۍ مخنيوي خاص تربيه وركوي۔ د كال 2014 نه وړاندې دا سنټر كوئك رسپارنس سنټر نومېدو۔ د سنټر كمانډنټ برېګېډيئر رياض او كمانډر ون كور لېفټېننټ جنرال عمر فاروق دراني داخله وزير ته بريفنګ وركولو كښې ووئيل په سنټر كښې خارجي عسكرو ته هم تربيه وركولې شي٬ سنټر د ترهه ګرۍ مخنيوي له د ضروري پوهې او تربيې له جديدې آسانۍ لري ٬ تر اوسه 2 لكه 15 زره 412 اهلكارو ته د ترهه ګرۍ مخنيوي تربيه وركړې شوې ۔ د بلوچستان پولیس پشمول د نورو ادارو 6955 اهلكارو ته هم د ترهه ګرۍ مخنيوي تربيه وركړې شوې او دغسې د چين ٬ تركيې ٬ سعودي ٬ بحرېن او د مالديپ پشمول د بېلا بېلو هېوادنوو امنيتي اهلكارو هم د ترهه ګرۍ مخنيوي د لنډې مودې كورسونو تربيه ترلاسه كړې۔ د كال 2015 نه تر اوسه د بېلا بېلو سروسز او ادارو 3 زره 759 اهلكارو ته په بېلا بېلو كورسونو كښې تربيه وركړې شوې۔ د بريفنګ په مهال داخله وزير ته ووئيل شول په سنټر كښې د ترهه ګرۍ مخنيوي تربيې له خاص انتظامات شوي چې پكښې د 1700 ميټره سنائپر رائفل د شونټنګ تربيه هم شامله ده۔ داخله وزير ووئيل دا كورس د پوليس او ايليټ فورس هر ځوان لپاره ضروري دے او په دې سنټر كښې د بېلا بېلو ادارو سره ښه كوارډينشن ته اړتيا ده دغسې چې د موجود ترهه ګرۍ مخنيوي د تربيې آسانيو څخه زياته استفاده وكړې شي۔ داخله وزير ته ووئيل شول په سنټر كښې د لټون او په استخباراتې بېسډ د عملياتو هم خاص تربيه وركولې شي۔د جمعې په ورځ تربیه تر سره كوٶنكو 386 ځوانانو كښې د 27٬ د رېنجرز 48٬ د اے اېن اېف 4٬ د اېف سي 50 ٬ د كوسټ ګارډ 20 د اېس پي ډي 40 د وفاقي پوليس پشمول د پوليس 130 ځوانان شامل دي ۔ د يادونې وړ ده د اسلام آباد پولیس 581 اهلكارو ،د ګلګت بلتستان 166، آزاد جمو کشمیر پولیس 121، د سندھ پولیس 140، د سندھ رېنجرز 243، د خېبر پښتونخوا پولیس 610، د فرنټیئر کور 838، د پنجاب پولیس 480، د ریورائن پولیس 668 او د پنجاب رېنجرز 278 ځوانانو د كال 2014 نه تر اوسه سنټر كښې د 4 اوونيو د ترهه ګرۍ مخنيوي تربيه ترلاسه كړې ده
داخله وزير نېشنل کاؤنټر ټېررازم ټرېننګ سېنټر پبي کھاریاں ته لاړ
مضمون کا ماخذ : میگا فارچیون