اسلام آباد۔ 16 فروری (اے پی پی) د منصوبه بندۍ ٬ پرمختګ او خصوصي اقداماتو وفاقي وزير پروفېسر احسن اقبال اېن ډي اېم اے ته هدايت كړے دې چې د تركيه او سوريه زلزله ځپليو له دې د مرستې سامان زر تر زره ترسيل باوري كړې شي٬ د مرستې په چارو كښې دې د ځوانانو او كاروباري طبقې متحرك ګډون هم باوري كړې شي۔ د زيارت په ورځ د نېشنل اېمرجنسي آپرېشنز سېنتر (اېن سی او سی) خاص غونډې مشري كولو په مهال وفاقي وزير ووئيل د پاكستان حكومت او اولس د ازمېښت په دې وخت كښې د تركيه او سوريه زلزله ځپليو سره اوږه په اوږه ولاړ دے٬ د پاكستان حكومت او اولس د مالي ستونزو باوجود د مرستې په كارونو كښې په زړه پورې ډول برخه اخلي۔ وفاقی وزیر د اېن ډي اېم او پي آئي اے په شمول اړوندو چاروكو ته هدايت وكړو چې هغوي دې د مرستې سامان زر تر زره ترسيل باوري كړي۔ ده ووئيل ټول چېمبر آف كامرس او كاروباري ورورولي دې هم د مرستې هلو ځلو په لړ كښې ځان سره واخستلې شي۔ ده ووئيل دا خبره دې باوري كړې شي چې د خوراك څښاك څيزونه دې د نړيوال معيار له مخې وي۔ غونډې ته بريفنګ كښې ووئيلې شؤ چې تر دې دمه د 20 پروازونو د لارې د مرستې سامان تركيه او سوريه ته رسولې شوې دې۔ اېن اېل سي چارواكو ووئيل چې د تفتان د لارې د مرستې سامان 21 ټركونه روان كړې شوي دي كوم به چې كه پاك پروردګار ته منظور وي تر 22 فرورۍ تركيه ته ورسي۔ د پاك نېوي چارواكو ووئيل چې سمندري جهاز به د مرستې سامان اوړولو سره په 28 فرورۍ روان شي۔ په غونډه كښې د اېن ډي اېم اے ٬ اېن اېل سي ٬ خارجه وزارت ٬ د اطلاعاتو او خپرونو وزارت ٬ د صوبائي حكومتونو او د منصوبه بندۍ وزارت چارواكو ګډون وكړو۔
د تركيه او سوريه زلزله ځپليو له دې د مرستې سامان زر تر زره ترسيل باوري كړے شي۔ احسن اقبال
مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری آن لائن