اسلام آباد۔25اپریل (اے پي پي ) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء اللہ تارړ وئېلي دي د ضرب عضب او رد الفساد اپرېشنز د لارې د ترهه ګرۍ مونډ ويستلے شوے ، په 2018 كښې جوړ شوي حکومت په نیشنل ایکشن پلان د نفاذ مخ نيوے كړے ؤ ۔ هغوي د کالعدم تنظیمونو سره خبرو اترو ته پام ګرځولے ؤ ۔ حکومت د ترهه ګرۍ مونډ ويستلو له په زړه پورې هلې ځلې كوي ، وفاقي حکومت د ترهه ګرۍ خاتمې لپاره د صوبو سره مکمل مرسته کوي۔ د زيارت په ورځ قامي اسمبلی كښې د هېواد په بېلو برخو كښې په ځان مرګي بمي چاودنو ،کراچۍ، حیدر آباد او کشمور كښې د ويشتلو په پیښو كښې د زياتوالي په اړه د شکیل خان، سید وسیم حسین، رعنا انصار او د سبین غوري د پام راګرځونې نوټس په ځواب كښې وفاقی وزیر ووئېل په پیښور كښې په اے پي ایس د بريد نه پس نیشنل ایکشن پلان معارفي كړے شو ، ټولو صوبو په هغې عمل درآمد له په زړه پورې کار وكړو، د آپریشن ضرب عضب او رد الفساد د لارې ترهه ګري د جرړې څخه اويستلې شوه ، د دغې په نتیجه كښې د ترهه ګرۍ په پیښو كښې كمے راغلو ، دا د تاریخ برخه ده۔ وفاقي وزیر ووئېل د 2018 انتخابات نه پس وفاق او پنجاب كښې چې كوم حکومتونه جوړ شول هغوي په نیشنل ایکشن پلان د عمل درآمد کولو په اړه كومه غونډه ونه كړه د كومې چې عدالت بيا نوټس واغست چې د 2018 نه تر 2022 په نیشنل ایکشن پلان نفاذ كښې کمزوري ولې راغله ؟ وفاقی وزیر ووئېل د هغه وخت حکومت د ترهه ګرو سره خبرو اترو ته ترجیح وركړه او د نیشنل ایکشن پلان نفاذ ئې ايسار كړو ۔ وفاقی وزیر ووئېل په 2022م كښې سيمې نه د اتحادي پوځ وتلو نه پس د ترهه ګرۍ پیښې زياتې شوې ۔ ده ووئېل حکومت د ترهه ګرۍ د مونډه ويستلو لپاره په زړه پورې هلې ځلې كوي ۔ حکومت د ترهه ګرۍ خاتمې له د ټولو صوبو سره مکمل مرسته كوي، خیبر پښتونخوا كښې د سنی اتحاد کونسل حکومت دے او د ترهه ګرۍ خاتمې په اړه وفاقي حکومت د صوبې سره مرسته كوي ۔ ده ووئېل د افغانستان نه د اتحادي پوځ وتلو نه پس په جوړ شوي صورتحال كښې خودکش بريدونه زيات شول ، د دې علاوه وسله وال بلوڅ تنظیمونه هم د ترهه ګرې په کارروائیو كښې ككړ دي ، د پاکستان حکومت په استخباراتي بنیاد د ترهه ګرو په خلاف کاروائۍ کوي، دې سره سره د نیشنل ایکشن پلان هم جاج اغستلے كېږي ۔ دغسې په خیبر پښتونخوا كښې د کاونټر ټیررازم ډیپارټمنټ د كار استعداد او صلاحیتونو كښې بهتري راولو او په دې پیښور كښې كار شروع شوے ۔ ده ووئېل وزیراعظم پرون د کراچۍ دورہ وكړه او هلته د سیف سټي په اړه ئې خبره وكړه ، د وزیراعظم موقف ؤ چې په اسلام اباد او لاهور كښې دا نظام موجود دے او ورسره د امن صورتحال ښه شوے نو داسې بيا په کراچۍ كښې هم پكار دے ۔ وفاقی وزیر ووئېل د نیشنل کائونټر وائلنس ایکسټریمزم پالیسي 2024 مسودہ کابینه ته رسولې شوې او د هغې منظوري به وركرې شي ۔ ده ووئېل د ترهه ګرۍ ناسور خاتمې له د اېوان د دواړو غاړو نه غږ راتلل پكار دي ، څو ورځې وړاندې خیبر پښتونخوا كښې قاچاق برو د کسټم اهلکاران شهیدان كړل۔ وفاقي وزیر ووئېل حکومت د ترهه ګرۍ په اړه پورا ادراک لري، د قانون نافذ کونكې ادارې، فوځ او استخباراتي بیورو د صوبو سره په ګډه كار كوي او د وخت سره سره په پیښو كښې کمے به راشي ۔ د نکهت شکیل د پوښتنې په ځواب وفاقي وزیر ووئېل د 18 آئیني ترمیم نه پس صوبو كښې د امن و امان قیام د صوبو ذمه واري ده ، خو مونږ بيا هم د صوبائي حکومتونو سره مرسته كوو ۔ به کراچۍ، حیدر آباد او کشمور كښې امن راوستل د صوبائي حکومت ذمه واري ده ، خو وفاقي حکومت هم د مرستې او خبرو لپاره چمتو دے ۔ د رعنا انصارد پوښتنې په ځواب كښې وفاقي وزیر ووئېل صوبو كښې د امن و امان په اړه وزيراعلی سره خبرې كېږي ، په تېرو ورځو كښې د چینائي وګړو سیکورټي په اړه غونډه شوې وه چې پكښې څلور واړه اعلی وزيران موجود وو۔د سید وسیم حسین د پوښتنې په ځواب كښې ده ووئېل حیدر آباد او نورو سيمو كښې د امن و امان معامله صوبائي حکومت سره پورته كول پكار ده ، وفاقي حکومت هم هڅې كوي ۔ د سبین غوري د پوښتنې په ځواب كښې ده ووئېل چرته چې د ترهه ګرۍ پیښې شوي هلته د معاوضو اعلان هم شوے او حکومت په دغې عمل كوي
د ضرب عضب او رد الفساد عملياتو د لارې ترهه ګري د مونډه اويستلې شوه ، وفاقي حکومت د ترهه ګرۍ خاتمې لپاره صوبو سره بشپړه مرسته كوي، د اطلاعات وفاقي وزیر عطااللہ تارړ قامي اسمبلی كښې د پام راګرځونې د نوټس ځواب
مضمون کا ماخذ : تعداد بہت زیادہ ہے۔