اسلام آباد 29 اګست (اے پي پي)د جوائنټ چيفس آف سټاف كمېټۍ چيئرمېن جنرل ساحر شمشاد مرزا د سلطنت عمان سركاري دورې په مهال نائب وزيراعظم٬دفاع وزير او د شاهي دربار وزير سره جلا جلا ملاقاتونه وكړل۔د آئي اېس پي آر له مخې د جوائنټ چيفس آف سټاف كمېټۍ چيئرمېن جنرل ساحر شمشاد مرزا د سلطنت عمان سركاري دوره وكړه ۔جنرل ساحر شمشاد مرزا نائب وزيراعظم او دفاع وزير سيد شهاب بن طارق بن تيمور سره ملاقات وكړو۔ده د شاهي دربار وزير جنرل سلطان بن محمد الناماني سره هم ملاقات وكړو۔د جوائنټ چيفس آف سټاف كمېټۍ چيئرمېن جنرل ساحر شمشاد مرزا د خپلې دورې په مهال د چيف آف سټاف وائس اېډمرل عبدالله بن خميس الرئيسي٬سروسز چيفس او د ډيفنس اكېډمۍ چيئرمېن سره هم ملاقاتونه وكړل۔جلا جلا ملاقاتونو په مهال تربيت٬امنيت٬ د ترهه ګرۍ مخ نيوي او ددفاعي صنعت پشمول په عسكري مرسته د خيالاتو څرګندونه وشوه۔په ملاقاتونو كښې د سيمه ايزې سلامتيا صورتحال او د سټرټيجك اړيكو ودې لپاره عسكري اړيكو ته په پراختيا وركولو هم خبرې وشوې۔دغسې عماني چارواكو د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د پاكستان د اولس او وسله والو ځواكونو قربانو اعتراف وكړو۔
د جوائنټ چيفس آف سټاف كمېټۍ چيئرمېن جنرل ساحر شمشاد مرزا د سلطنت عمان دوره٬نائب وزيراعظم٬دفاع وزير او شاهي دربار وزير سره جلا جلا ملاقاتونه
مضمون کا ماخذ : غالب افریقہ