اسلام آباد 24 جولائي (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقی وزیرې مرېم اورنګزیب وئيلي دي چې وزیراعظم شهباز شریف به په7 اګست خبريالانو لپاره د هیلتھ انشورنس کارډ اجراء کوي، پخواني حکومت د نواز شریف هېلتھ کارډ منصوبې نامه بدله كړې ٬ مونږ خبريالان تور دور سره مخ ليدلي دي٬ سېنسر شپ مو كتلې، مخصوص ډله په پیمرا بل ډنډوره كوي، د موجوده حکومت په دور كښې د خبريالانو په ضد كومه انتقامی کارروائی نه ده شوې، هغوي په څپيړه نه دي وهلې شوې ، موجوده حکومت ته د میډیا پریډیټر خطاب نه دې ترلاسه شوې بلکه پاکستان كښې د میډیا آزادۍ په اړه درجه بندۍ كښې 7 پوائنټس ښه والې راغلې۔د ګل په ورځ خبريالانو لپاره د هېلتھ انشورنس فارم آن لائن اجراء په موقع پریس کنفرنس ته وينا كښې وفاقی وزیرې ووئيل د وزیراعظم شهباز شریف د وژن له مخې ورکنګ جرنلسټس لپاره هېلتھ انشورنس سکیم معارفي كړې شوې، حکومت د دې مقصد لپاره وفاقی بجټ 2023-24 كښې يو ارب روپۍ فنډز بيل كړې دي۔دي ووئيل كال 2013 كښې د نواز شریف په دور كښې هیلتھ کارډ سکیم جوړ كړے شوے ؤ كوم چې په باقاعده توګه 2014 كښې پيل شوے ؤ او بيا په ټول هېواد كښې خپور شوے ؤ۔دا سکیم 2013 نه تر 2018 جاری ؤ دغسې پخواني دور كښې د دې سکیم نامه هم بدله كړې شوه۔دي ووئيل ورکنګ جرنلسټس له د صحت آسانۍ باوري كولو لپاره د اطلاعاتو وزارت ته ذمه واري سپارلې شوي كوم چې د پی آئی ډی په كچه دا منصوبه پيل كوي، ډیجیټل فارم د لارې د خبريالانو هیلتھ انشورنس لپاره رجسټریشن پيل كړې كېږي،د دې سکیم ټول عمل به سپيځلې كولې شي۔ وزیراعظم شهباز شریف به په 7 اګست د دې سکیم ترمخه هیلتھ کارډ جاری کوي۔ دې ووئيل رجسټریشن فارم په آسان او ساده انداز كښې جوړ شوې كوم كښې چې ټول تفصیلات لري۔ دا فارم د وزارت اطلاعات او پریس انفارمیشن ډیپارټمنټ په ویب سائیټس ریډ لنك سره موجود دې، خبريالان دې خپل رجسټریشن پېل كړي۔ مریم اورنګزیب ووئيل خبريالانو له وركړې كيدونكې هیلتھ انشورنس كښې د بېلو رنځونو د درملنيو آسانۍ شته۔دې ووئيل خبريالان د هېلتھ انشورنس، تنخاګانو او د ملازمتونو تحفظ په اړه مسئلو سره مخ وو۔ تېرو 14 مياشتو كښې آئی ټی این ای پلیټ فارم څخه 11 کروړه روپۍ میډیا آؤټ لیټس څخه ریکور کولو سره ځپلې شوي ملازمانو له وركړې شوې۔ دې ووئيل وزیراعظم سپارښتنه كړې وه چې خبريالانو له دې هېلتھ انشورنس زر تر زره او په سپيځلي ډول وركړې شي۔ دې ووئيل پیمرا کښې میډیا له شراکت داری وركولو سره لا سپيځلي كړې شوې،د پیمرا چیئرمین اختیارات كمولو سره کمېټۍ ته سپارلې شوي او د پرېكړې كولو اختیار کونسل آف کمپلېنټ سره دې۔ وفاقی وزیرې ووئيل د سکیورټی اینډ پروټیکشن آف جرنلسټس لاندې د کمېشن جوړولو اشتهار د بشري حقونو وزارت لخوا ورځپاڼو ته وركړې شوې، د کمېشن مشر لپاره خواستونه وركولې كېدې شي۔ دي ووئيل د خبريالانو سکیورټی د نواز شریف وژن ؤ،د خبريالانو سکیورټی باوري كولو لپاره هر ممکن اقدامات به كولې شي او دا مزل به روان وي۔دې ووئيل هېلتھ انشورنس سکیم يواځې د پریس کلب غړو لپاره نه بلکه ټولو خبريالانو او میډیا ورکرز لپاره دې۔ وفاقی وزیري ووئيل پیمرا ترمیمی بل 2023 جوړولو كښې شامل کومې هم نمائنده باډی د دې بل په ضد خبره نه ده كړې، مس انفارمېشن او ډس انفارمیشن خپرونكي دروغ وائي۔دي ووئيل پرائم منسټر هیلتھ کارډ او خبريالانو لپاره هیلتھ انشورنس جلا جلا سکیمونه دي،كوم خبريالان چې پرائم منسټر هیلتھ کارډ سکیم څخه مستفید كېږي هغه خبريالان به د هیلتھ انشورنس سکیم اهل نه وي۔ وفاقی وزیري ووئيل تېرو 14 مياشتو كښې نزدې 150 څخه زيات ډمی ورځپاڼي منسوخ کړې شوې۔ دي ووئيل د پاکستان د اولس او د ټیکس پیئرز روپۍ په كوم جعلی ورځپاڼه يا جعلی خبريال نه شي مصرف كېدې۔
وزیراعظم به په 7 اګست د جرنلسټس هېلتھ انشورنس کارډ اجراء کوي،تېر حکومت د نواز شریف هېلتھ کارډ منصوبې نامه بدله كړه٬ مونږ د خبريالانو تور دور ليدلې ، سېنسر شپ مو كتلې، مخصوص ډله په پېمرا بل ډنډوره كوي۔مرېم اورنګزیب
مضمون کا ماخذ : raspadinha آن لائن مفت