اسلام ??با??۔06 ستمبر(اے پي پي) پاک بحر??ه د پاكستان يومِ دفاع و شهدا په عقيدت ٬ ولوله او جذبې سره ??نمانځله ۔ د ورځې پېل د بحريه په ټولو جماعتونو كښې د هېواد سلامتيا او خوشحالۍ لپاره د خصوصي دعاګانو څخه وشو ۔په دې م??قع د 1965ء جنګ شهدا لپاره ??اس نيوه او قرآن خواني وكړې شوه ۔ د پاک بحريه مشر ايډمرل نويد اشرف خپل پيغام كښې د ستمبر جنګ شهيدانو او غازيا??و ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كرې چا چې د دښمن ښكاره ??رغل په شا تمبولے ؤ ۔ دا ورځ د مورني هېواد دفاع لپاره زمونږ د اتحاد او قربانۍ د جذبې د تجديد ورځ ده ۔ دا يادګاره ??رځ قام او د وسله والو ځواكونو د ناقابل تسخير رشتې علامت هم ده ۔ نيول چيف د خپلو بحري محافظانو کارنامو او لازواله قربانيو ته برېووئنې وړاندې كرې ۔ نيول چيف د دې عزم پخلے وكړو جې د بحري سرحدونو دفاع او د سمندري تجارتي لارو حفاظت لپاره پاک بحريه هر وخت چمتو ده ۔دغسې وائس چيف آف دي نيول اسټاف وائس ايډمرل اويس احمد بلګرامي په نيول هيډکوارټرز اسلام ??با?? كښې په يادګار شهدا ګلونه كېښودل او د شهيدانو كورنيو سره ??ي ملاقات وكړو ۔مختلف فيلډ کمانډ هيډکوارټرز كښې هم د شهيدانو په يادګارونو ګلونه كېښودل او فاتحه خواني يي وكړه۔ د بحريه ټول يونټس او تنصيبات كښې د بېرغ هسك کولو دستورې هم وشوې ۔په دې م??قع د پاک بحر??ه د ټولو جهازونو او يونټس د بحري روايات تر مخه رنګ روغن هم وكړے شو
د ستمبر 6مه نېټه د مورني وطن دفاع لپاره زمونږ د اتحاد او قربانۍ د جذبې د تجديد ورځ ده ، نيول چيف
مضمون کا ماخذ : کنگ کانگ روش