اسلام آباد 17 نومبر (اے پي پي) د تعلیم او پیشه وره تربيې وفاقی وزیر خالد مقبول صدیقی ووئيل د پاکستان د پرمختګ يواځنۍ لاره تعلیم دے ، تعلیم نه يواځي د وخت ضرورت بلکه زمونږ د دین وړومبې حكم هم دے۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د اتوار په ورځ کراچۍ كښې د ع??امه اقبال اوپن یونیورسټۍ سندھ چیپټر کانووکیشن ته د خاص ميلمه په حيث وينا كښې و??ړه?? وفاقی وزیر او د ع??امه اقبال اوپن یونیورسټۍ وائس چانسلر د اېم اېس، اېم فل او پی ایچ ډي زدكونكو له ډګرۍ وركړې ٬ ښه کارکردګي څرګندونه كونكو زدكونكو له ګولډ ميډل وركړې شول۔ وفاقی وزير ووئيل دې تند رفتاره نړۍ هر څه بدل كړې دي بايد مونږ هم زدكړي ترلاسه كولو سره خپل ځان او هېواد بدل كړو٬ ده ووئيل د پاكستان د پرمختګ يواځنۍ لاره تعليم ترلاسه كول دي ٬ د تعليم نه غير مونږ پرمختګ نه شو كولې۔ ډاكټر ناصر محمود ګریجویټ شوې زدكونكو له مباركي وركولو سره ووئيل دا یونیورسټی ستاسو ده او تاسو زموڼږ فخر ئي ، راځۍ چې د هېواد په پرمختګ كښې خپله برخه شامله كړو۔
د پاکستان د پرمختګ يواځنۍ لاره تعلیم دے ، د تعلیم او پیشه وره تربيې وفاقی وزیر خالد مقبول صدیقی علامه اقبال اوپن یونیورسټۍ سندھ چیپټر کانووکیشن ته وينا
Goblin Fortune Integrity Entertainment Platform
مضمون کا ماخذ : پاور بال کے اعدادوشمار