اسلام آباد 02 مئي (اے پی پی)د سېنېټ غړو وئېلي دي بايد سياسي ګوندونه د هېواد پرمختګ او خوشحالۍ لپاره په ګډه كار وكړي٬بجټ يوه قانوني تقاضه وه كومه چې حكومت تر سره كړه٬د كال 2013م نه پس د زرمبادله په پانګو٬سټاك ماركيټ٬د پرمختګ په شرح٬د ټېكس پھ وصولۍ او نورو معاشي څانګو كښې بهتري راغلې٬ د درآمدات زياتوالې به د برآمدات د اض??فې سبب وګرځي۔د شورو پھ ورځ د سېنېټ په غونډه كښې د راتلونكي مالي كال 19-2018 په بجټ بحث كښې د مسلم ليګ(ن)سناتور عبدالقيوم ووئيل بايد په بجټ كښې لا بهترۍ لپاره اپوزيشن وړاندېزونه وركړي٬حكومت به د دوي جائز وړاندېزونه عملي كوي٬بجټ يوه قانوني تقاضه وه كومه چې حكومت تر سره كړه۔ده ووئيل د كال 2013م نه پس د زرمبادله په پانګو٬سټاك ماركيټ٬د پرمختګ په شرح٬د ټېكس پھ وصولۍ او نورو معاشي څانګو كښې بهتري راغلې۔ده ووئيل په نظام كښې د 12 زره مېګاواټ نه زياته برېښنا شامل كړی شو?? او د توان صورتحال نن د ټولو په وړاندې دے۔راتلونكي كال به د برېښنا د نورو پروژو نه ه?? پېداوار پېل شي۔سناتور قيوم ووئېل پھ برآمداتو كښې 13.1 فيصده اض??فه دا څرګندوي چې د پاكستان معيشت اوس د بهترۍ پلو روان دے٬د پاكستان تحريك انصاف پارلماني لارښود سناتور اعظم سواتي ووئيل بايد سياسي ګوندونه د هېواد پرمختګ او خوشحالۍ لپاره په ګډه كار وكړي٬د راتلونكي مالي كال بجټ ته غريب دوست بجټ نه شي وئېلې كېدې ځكه چې د بجټ نه د اولس هيلې پوره نه شوې۔د عوامي نېشنل ګوند سناتورې ستاره اياز ووئيل بايد د راتلونكي مالي كال پي اېس ډي پي پھ اتفاق سره جوړ ؤ ۔په بجټ كښې د مېرمنو پرمختګ لپاره خاص اقدامات په نظر نه راځ??۔۔?? پيپلز ګوند سناتوري سسي پليجو ووئيل د كالا باغ بند په ضد د دريو صوبو اسمبلو قراردادونه منظوري كړي٬د دغې د ذكر كولو هېڅ جواز نشته۔هغې ووئيل په بجټ كښې د غريب اولس بهترۍ لپاره اقدامات په نظر نه راځي٬د پاكستان مسلم ليګ(ن)سناتور غوث محمد نيازي ووئيل د پاكستان مسلم ليګ(ن)په پنځه كلنه او د پيپلز ګوند په پنځه كلنه دور كښې د زمك?? او آسمان فرق دے۔ده ووئيل د څلورو مياشتو د بجټ وړاندې كولو غوښتنه كوونكو پھ خپل دور كښ?? اولس لپاره هېڅ نه دي كړې٬د پي ټي آئي سناتور فېصل جاوېد ووئيل تر څو چې په هېواد كښې بدعنواني نه وي ختمه شوې٬معيشت پرمختګ نه شي كولې۔ده ووئيل اربونه روپۍ ځكه ضائع شي چې پروژې په وخت نه ترسره كېږي
بايد سياسي ګوندونه د هېواد پرمختګ او خوشحالۍ لپاره په ګډه كار وكړي
مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری کے اعدادوشمار