اسلام آباد 01 ستمبر (اے پي پي) صدر مملكت آ??ف علي زرداري وئيلي مونږ په غير قانون?? توګه د هند په تسلط كښې د جموں او كشمير مظلوم اولس حقونو لپاره د عظيم ك??ميري لارښود سيد علي شاه ګيلاني د مړاني هلو ځلو ته پيرزوئنې وړاندې كوو۔هغه تر لسيزو د اميد او مزاحمت چراغ جوړ شوې ؤ او ګڼ شمير كشميريانو له ئې د خپلواكۍ هلو ځلو كښې د ثابت قدم پاتې كيدو حوصله وركړې۔ د كشميريانو جائز مقصد لپاره لوئ هلې ځلي او قربانۍ به زمونږ په زړونو او مزغو كښې عمر له تازه وي۔د ايوان صدر پرېس ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې د دې خيالاتو څرګندونه صدر مملكت آ??ف علي زرداري د كشميريانو حريت لارښود سيد علي شاه ګيلاني دريم تلين په موقع په خپل پيغام كښې كړي۔ صدر مملكت ووئيل سيد علي شاه ګيلاني يو عظيم لارښود وو او د جموں او كشمير اولس د خپلواكۍ حق لپاره د ه??ه عزم غير متزلزل و۔ قابض هندي عسكرو د اړخه نظر بندي او د زندان تكليفونو باوجود، هغه د مقبوضه جموں او كشمير اولس لپاره غږ پورته كولو۔د زندان تكليفونو د ه??ه عزم كمزورې نه كړو او نه ئې د خپل مشن څخه په شا كړې۔ده ووئيل ګيلاني صاحب عمر له خپل حتمي مقصد ته پام لرنه كوله او چرې ئې هم د كشمير اولس د خپل بنيادي حق خپلواكۍ حق څخه په شا كيدو ته نه دې پرېښودلې۔ د سيد علي شاه ګيلاني ورثه يوه قوي محرك دے كوم چې نن هم ك??ميريانو له تحريك وركوي۔ صدر مملكت ووئيل نن مونږ لوظ كوو چې د سيد علي شاه ګيلاني او ك شمير نورو كسانو قربانۍ به بے ځايه نه ځي۔مونږ به د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل قراردادونو له مخې مقبوضه جموں او كشمير اولس د خپلواكۍ حق تر ترلاسه كيدو خپلې هلې ځلې رواني ساتو۔زه كشيريانو له باور وركوم چې پاكستان به د ه??وي جائز هلو حلو لپاره خپل اخلاقي، سفارتي، او سياسي حمايت روان ساتي- آصف علي زرداري ووئيل بايد مونږ له د سيد علي شاه ګيلاني د مثالي بهادرۍ او د آزادۍ او انصاف اصولو سره د ه??ه د غير متزلزل تړون څخه زدكړه ترلاسه كړو۔ ده دعا اوكړه چې لوے څښتن دې په سيد علي شاه ګيلاني خپل رحمتونه نازل كړي۔ آمين
د سيد علي شاه ګيلاني د كشميريانو جائز مقصد لپاره لوئ هلې ځلي او قربانۍ به زمونږ په زړونو او مزغو كښې عمر له تازه وي۔ آصف علي زرداري
Dragon Hatching 2 Reliable Entertainment Entrance
مضمون کا ماخذ : کوئی شہزادی۔