لاهور 04 اګست (اے پي پي) د اطلاعات، خپرونو او قامي ورثې وفاقي وزير عطاءالله تارړ وئيلي د سپريم کورټ دوه معززه ججانو د مخصوص چوكو په اړه اختلاف?? نوټ كښې مهم نکات پورته كړي، د مخصوص چوكو په معامله هغه ګوند له ريليف وركړې شو?? كوم چې خواست هم نه ؤ كړې۔د اتوار په ورځ پرېس کنفرنس ته وينا كښې وفاقي وزير ووئيل د سپريم کورټ دوه معززه ججانو جسټس امين الدين خان او جسټس نعيم اختر افغان تفصيلي اختلاف?? نوټ جاري کړې كوم كښې چې وئيلي شو?? چې د دې کيس تفصيلي پريكړه 15 ورځو تيريدو نه پس هم نه ده راغلې۔ده ووئيل عموماً پريكړې اورولو نه پس په 15 ورځو كښې دننه تفصيلي پريكړه جاري كېږي۔ده ووئيل د آئين ځينې آرټيکلز د مخصوص چوكو په اړه دي، مخصوص چوكو په اړه پريكړه كښې د هغه آرټيکلز څخه اخوا پريكړه شو??۔ وفاقي وزير ووئيل د سپريم کورټ دوه معززه ججانو اختلاف?? نوټ كښې دا خبره شته چې تحريك انصاف په دې کيس كښې فريق نه ؤ،هغوې له ريليف وركولو لپاره د آئين آرټيکل 175 او 185 كښې تفويض دائره اختيار څخه به ??هر تلل وي او آرټيکل 51، 63 او 106 به معطل کول وي۔ وفاقي وزير ووئيل تحريك انصاف عدليې ته خواس كونكې په حيثيت سره موجود هم نه ؤ خو بيا هم د هغوې 81 غړو له ريليف وركړې شو?? او هغه كسان كوم چې په مخصوص چوكو راغلې او سوګند ئې پورته كړې ؤ، د هغوې رکنيت ختم کړې شو??۔د هغوې د رکنيت ختمولو څخه وړاندې كومه مراحله چې ترسره شو??،هغه په قانوني توګه په خپل ځائې موجود ده۔ده ووئيل دا حقيقت دے جې سني اتحاد کونسل غړي كه په ايوان كښې د سني اتحاد کونسل څخه پاسيدلو سره د تحريك انصاف په صفونو كښې كېښن?? نو دا به هم د آرټيکل 62(1)F خلاف ورزي وي۔ده ووئيل د سپريم کورټ دوه معزز ج??انو په خپل اختلاف?? نوټ كښې دا هم وئيلي چې ثابت شو?? حقيقت دے چې سني اتحاد کونسل د سياسي ګوند په حثيت سره ټولټاكنو كښې برخه هم نه ده اخستي تر دې چې د سني اتحاد کونسل چيئرمېن هم آزاد حيثيت كښې ټاكنو كښې برخه اخستي۔ده ووئيل په دې اړه آئين او قانون واضحه دې۔ وفاقي وزير ووئيل سني اتحاد کونسل په خپل آئين كښې ليكلې چې كوم هم اقليتي غړے به ??مونږ په ګوند كښې شموليت نه شي كولې،دغسې هغوې ته اقليتي چوكۍ نه شي ترلاسه كيدے۔ وفاقي وزير ووئيل د سپريم کورټ دوه معززه ججانو اختلاف?? نوټ څخه دا سوال پيدا شو?? جې په دې پريكړه عمل درآمد لپاره به ?? آئين د مخصوص چوكو په اړه آرټيکلز معطل کول وي۔ وفاقي وزير ووئيل تحريك انصاف ته په دې کيس كښې غير د غوښتلو ريليف وركړې شو??۔ وفاقي وزير وئويل د سپريم کورټ دوه معززه ججانو په خپل اختلاف?? نوټ كښې آئيني او قانوني نکتې پورته كړې،دغه نكتې په ليګل فريم ورك لوئې سواليه نشان دې،د هغوې ځواب راتلل ضروري دے۔
د سپريم کورټ دوه معززه ججانو د مخصوص چوكو په اړه اختلافي نوټ كښې مهم نکات پورته كړي، د مخصوص چوكو په معامله هغه ګوند له ريليف وركړې شوے كوم چې خواست هم نه ؤ كړې:عطاءالله تارړ
R88 card game credibility entertainment website
مضمون کا ماخذ : اولمپس کے خدا