اسلام آباد 30 اپرېل (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال بورډ آف انويسټمنټ ته بنګله دېش، هند، وېتنام، کمبوډيا او تھائي لېنډ كښې د خاص اقتصادي زونز د تحقيقاتي مطالعې سپارښتنه كولو سره وئيلي دي خاص اقتصادي زونز كښې د ارزانې بجلۍ باوري كولو لپاره اقدامات ته اړتيا ده٬ د ذكر شوو هېوادونو لخوا غېر ملكي سرمايه كارو كمپنو ته د وركړے شوو سهولتونو او مراعات جاج اغستو د هغوي د كاميابو تجربو څخه د زده كړې ضرورت دے، د تجارت وزارت دې د پاکستان برآمدات د 30 ??رب?? ډالرو څخه 100 ??رب?? ډالرو ته رسولو لپاره پلان جوړ كړي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ د چين سرمايه كارۍ په منصوبو د كابينه كمېټۍ وړومبۍ غونډې ته خپلې وېنا كښې وكړه چې پكښې 9 وفاقي وزيران شامل دي٬ كمېټي له د چين كمپنو لخوا د سرمايه كارۍ په منصوبو كښې د پېشرفت نګراني٬ د سي پېك له مخې بشپړېدونكو د سس?? رفتاره منصوبو بيا فعاله كولو ، د چين وګړو د حفاظتي اقدامات جاج اغستو لپاره كردار لوبول دي۔ وفاقي وزير د سي پېك د توان منصوبو په لړ كښې آئي پي پيز ته د واجب الادا رقم زر تر زره د جمع كولو امر هم وكړو۔ په غونډه كښې ?? رشكئۍ خاص اقتصادي زون ته د ارزانې بجلۍ وركولو په اړه د خيالاتو څرګدونه وشوه او ?? رشكئۍ خاص اقتصادي زونز لخوا د بجلۍ لپاره د نپېرا لائسنس لپاره درخواست جمع كړے شوے۔ ده ووئيل د ذكر شوو هېوادونو لخوا غېر ملكي سرمايه كارز كمپنو ته د وركړے شوو سهولتونو او مراعات جاج اغستو او د هغوي د كاميابو تجربو څخه د زده كړې ضرورت دے، سيمه ايز مسابقت كښې موثر كردار لوبولو لپاره د چين او نورو هېوادونو سرمايه كارۍ لپاره موجوده مراعات باندې د نظر ثانۍ ضرورت دے او د تجارت وزارت له د ايکسپورټ پروسيسنګ ګروپس د كار استعداد زياتولو لپاره خاص تحقيقي مطالعې كولو ضرورت دے۔ ده ووئيل د سي پېك دوېم پړاٶ به دوه اړخيزه تجارت٬ صنعتي وسماجي څانګو كښې د مرستې د لارې د اقتصادي پرمختګ نقيب وګرځي٬ كه پاكستان سره خپل تجارتي٬ صنعتي او كاروباري لائحه نه وي نو مونږ به د نورو په حكمت عملۍ عمل كولو ته مجبور شو، مونږ له به د خپلو مفاداتو خپله تعين كول وي۔
خاص اقتصادي زونز كښې د ارزانې بجلۍ باوري كولو لپاره اقدامات ته ضرورت دے۔ وفاقي وزير احسن اقبال
Cold Hot Pot Entertainment Official Website
مضمون کا ماخذ : فا فا فا ۔