اسلام آباد 19 اپرېل (اے پي پي)د اطلاعات او خپرونو وفاقي ??زير عطاﺀ الله تارړ وئېلي دي د پي ټي آئي لارښود د اډياله زندان څخه هېواد دښمنه لارښونه ترلاسه كوي٬چا ته به په پاكستان د تنقيد او په خارجه پالېسۍ د بريد اجازه ورنه كړې شي٬خارجه پالېسۍ سره لوبې كول د عمران خان عادت دے۔د جمعې په ورځ په قامي اس??بلۍ كښې د اطلاعات او خپرونو وفاقي ??زير ووئېل هغه د غونډې پام د پاكستان مفادات سره تعلق لرونكې خارجه پالېسۍ پلو راګرځول غواړي٬خارجه پالېسي يوه حساس موضوع ده٬تېره ورځ صدر مملكت د خطاب په مهال چې څه په دې ايوان كښې وشول هغه خفګاني وؤ ٬په ماضي كښې د دې اېوان دا روايت پاتې شوے چې د اپوزېشن لخوا علامتي احتجاج به كېدو٬بيا به په ناسته تقرير اورېدلے كېدو ٬پرون په ګيلريز كښې غېر ملكي سفارتكار هم موجود وو او د هغوي په موجودګۍ كښې په ايوان كښې څه ونه شول ٬ ده ووئېل اپوزېشن د ايوان دننه غلط روايات رامخې ته كوي٬ پخوا د اېوان ماحول چرته داسې نه دے خراب كړے شوے ۔د اطلاعات او خپرونو وفاقي ??زير ووئيل كله هم د دوست هېوادونو لخوا د پاكستان په دوره كوم پلاوې راځي يا د سرمايه كارۍ په اړه كومه عنديه وركوي نو د اپوزنېشن لخوا د پاكستان دوست هېوادونو په اړه مختلف بيانونه رامخې ته كېږي۔د پي ټي آئي يو فاضل غړي لخوا يو بيان وركړے كېږي او د دغې نه پس د هغه خپل ګوند د هغې ترديد كوي۔ده ووئيل كه چرې تنقيد كوې نو زما په ذات وكړې ٬زما په ګوند وكړې ٬زمونږ په يو يو غړي وكړې خو په پاكستان د تنقيد كولو اجازه نشي وركرې كېدې۔د اطلاعات وفاقي ??زير ووئيل پي ټي آئي وړاندې هم د امريكې د سازش بيانيه خپره كړې وه او وئېلې وو چې مونږ غلامان نه يو٬د امريكائي سازش په نتيجه كښې زمونږ حكومت ختم كړے شو ٬ خو د دغې نه پس هم دوي د دغې بيانيه نه يوټرن واغست۔وفاقي ??زير ووئيل د دوي د ليډر دا عادت دے چې خارجه پالېسي سره لوبې كول كوي٬ټولو ته به هغه آډ??و ياده وي چې پكښې هغه وئېلي وو چې مونږ دې بيانيې سره لوبې كول غواړو۔وفاقي ??زير ووئيل د پاكستان دوست هېوادونو په ضد بې بنسټه تورونه لګولي شوي ٬دوي به وړاندې هم داسې بيانونه وركول او د دې نه پس به د دوي وياند د هغې ترديد كولو۔ده ووئيل چې هغه كوم ضرورت رامخې ته كېږي چې د پي ټي آئي آفيشل اكاؤنټ څخه ئې بيا ترديد كېږي چې زمونږ فاضل غړي د كوم دوست هېواد په اړه چې كومه خبره كړې وه هغه غلطه وه۔ده ووئيل پاكستان مخ په وړاندې روان دے٬د معيشت په اړه مثبت خبرونه راځي٬بلوم برګ٬يو اېن ډي پي٬آسيائي پرمختيائي بانك او نورې نړيوالې مالياتي ادارې تسليموي چې په پاكستان كښې سرمايه كاري كېلي٬د هېواد د زرمبادله ذخائر زياتېږي٬په هېواد كښې د ګرانۍ خاتمه كېږي۔د اطلاعات او خپرونو وفاقي ??زير ووئيل مونږ دا غوښتنه كوو چې د دې اېوان دننه د دوست هېوادونو مرستې له شريك قرارداد راوړلې شي۔ده ووئيل د خارجه پالېسۍ په اړه د هېواد دښمنۍ د لارې چې هېواد ته د كوم زيان رسولو هڅه كېږي هغه د دوي د ليډر په هدايت كېږي٬دوي ته د آډ??اله زندان څخه سپارښتنې كېږي چې د كوم هم دوست هېواد په ضد خبره وكړئ ٬د دې نه پس دوي پخپله د هغې ترديد كوي۔وفاقي ??زير ووئيل د اډياله زندان نه هېواد دښمنه بيانيه چلوي چې له مخې ئې د مئي په 9مه نېټه په هېواد بريدونه شوي او اوس د هېواد په خارجه پالېسۍ بريد كول غواړي د كومې به چې اجازه ورنه كړې شي٬ ده ووئېل دا هېواد مقدم دے او سياسي ګوندونه د دې نه پس دي۔
پي ټي آئي اډياله زندان څخه هېواد دښمنه لارښونه ترلاسه كوي٬چا ته به په پاكستان د تنقيد او په خارجه پالېسۍ د بريد كولو اجازه ورنه كړې شي۔د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ الله تارړ قامي اسمبلۍ كښې د خيالاتو څرګندونه
Phoenix Rise Entertainment official entrance
مضمون کا ماخذ : پاور بال کے نمبر