لاهور19مارچ (اے پی پی) د كورنيو چارو او د نشه ائې توكو د مخ نيوي وفاقي وزير محسن ن??وي وئېلي دي د پاکستان خپلواكي به په هيڅ ډول زيان له ورنه كړو ، ترهه ګرو له به د هغوي پخپله ژبه كښې ځواب وركوو، څوك چې ??ه پاکستان بريد وكړي د هغوي سره به هم هغسې سلوك كېږي ۔ ده د نهې په ورځ صوبائی الیکشن کمیشن كښې د سینیټ الیکشن په لړ كښې د کاغذات ??ان?? پړتال نه وروستو میډیا سره خبرې كولې ۔ وفاقی وزیر ووئېل كه اللہ وغوښتل نو په 2 اپریل به کامیابي تر لاسه كوو او د ټولو سیاسي ګوندونو د دوستانو مننه كوم چا چې زه نامزد کړم ۔ ده ووئېل د ترهه ګرۍ په ختمولو به هيڅ سمجھوته نه كېږي او د پاکستان په خلاف منصوبه بندۍ كوونكو ته به د هغوي په خپله ژبه كښې ځواب وركوو ۔ده ووئېل په پاکستان كښې چې څوك هم غیر قانوني مېشته دي هغوي ټولو له به د دې ځايه څخه تلل وي، تاسو وېزه واخلې او بيا راشې ۔محسن ن??وي ووئېل سوشل میډیا په نا سمه توګه كارولې كېږي ۔په ایف آئي اے كښې به اصلاح??ت كوو ،تاسو به په ایف آئی اے كښې ګټور بدلون اووينې ۔د وفاقي وزیر وېنا وه دا وخت څه چیلنجونه راپیښ دي ،په هېواد كښې د ترهه ګرۍ يوه چپه راغلې ، مونږ به ان شااللہ د ترهه ګرۍ مقابله كوو ، په چا ناسمه تور لګول غلطه خ??ره ده ۔ ده ووئېل د پوځ او عدلیه په خلاف په سوشل میډیا كمپائن چلېږي ، په ټوله نړۍ كښې په سوشل میډیا قوانین عمل كېږي، په اوسنيو كښې امریکا كښې د څو څېزونو نه وروستو په چارچ شیټ لګولو ټک ټاک بند كړے شوے ، د اظهار رائے په ازادۍ بندیز نه دې پكار ۔محسن ن??وي ووئېل څوك چې سوشل میډیا ناسمه او په ناوړه ډول استعمالوي هغوي به كتل وي ۔د دې نه وړاندې وفاقی وزیر محسن ن??وي د صوبائی الیکشن کمیشن دفتر ته لاړو چرته چې د هغه د کاغذات نامزدګۍ سکرونټی وشوه ، ریټرنګ آفیسر اعجاز انور چوهان د کاغذات ??ان?? پړتال وكړو ۔ ياد دې وي وفاقی وزیر محسن ن??وي په آزاد حیثیت سره د سینټ ټاكنو كښې برخه اخلي او د ده تجویز کونكے او تائید کونكے د مسلم لیګ ن خواجه عمران نذیر ، د پیپلز پارټي حیدر ګیلاني ، د مسلم لیګ قائداعظم شافع حسین او د استحکام پاکستان پارټي غضنفر چھینه هم په دې موقع موجود وو ۔
د پاکستان خپلواكي به په هيڅ ډول زيان له ورنه كړو ، ترهه ګرو له به د هغوي په خپله ژبه كښې ځواب وركوو ، وفاقي داخله وزیر
Unicorn Tips Official Entertainment APP
مضمون کا ماخذ : اولمپس کا عروج