اسلام آباد 01 مارچ (اے پي پي)د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق وئې??ي دي هېواد ته رامخې ته مسئلو حل كولو لپاره قامي اتفاق ته ضرورت دے٬سياسي اختلافات ضروري ولرئ خو د ذاتيات څخ?? ډډه وكړې ٬په درېم ځل د سپيكر په چوكۍ فائز كېدل زما لپاره اعزاز دے٬په دې د خپلو مشرانو٬ګوند او اتحاديانو مننه كوم۔د جمعې په ورځ قامي اسمبلۍ ??ښې د سوګند پورته كولو نه پس د خيالاتو څرګندونه كښې ده ووئيل دې ايوان زه په درېم ځل سپيكر ټاكلے يم۔۔په درېم ځل په منتخب كېدو زه د خپل قائد نواز شريف او د ګوند صدر شهباز شريف او د خپل ګوند مسلم ليګ(ن)٬پخواني صدر آصف علي زرداري٬بلاول بھټو زرداري٬اېم كيو اېم٬استحكام پاكستان پارټي او د بلوچستان عوامي ګوند مننه كوم۔ده ووئيل زه د خپلې سيمې د وګړو هم مننه كوم چا چې زه دلته رالېږلے يم۔ده ووئيل زه د خپل حريف سني اتحاد كونسل كانديد عامر ډوګر مننه كوم چا چې دې جمهوري عمل كښې برخه واغسته ۔ده ووئيل د سپيكر منصب يوه لويه ذمه واري ده٬د سپيكر په حېث د قانون او قاعدې له مخې د ايوان كاروائۍ چلولو هڅه به كوم۔
هېواد ته د رامخې ته مسئلو حل لپاره قامي اتفاق ته ضرورت دے۔د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د سوګند پورته كولو نه پس د خيالاتو څرګندونه
Vampire Charm Official Entertainment APP
مضمون کا ماخذ : گرم گرم