اسلام آباد۔16نومبر(اے پی پی) وفاقی حکومت د كال 2024 حج پالېسي اعلان كړې ده ، حج پېکج به د تېر كال په مقابل كښې يو لا?? روپۍ ارزان وي٬ د حج درخواستونه به 27 نومبر څخه تر 12 دسمبر ترلاسه كولې شي٬ د پاكستان ??ج كوټه يو لك 79 زره 210 مقرر كړې شوې ٬ سركاري سپانسرشپ سكيم كښې به قرعه اندازي نه كېږي٬ لا??ګ حج پېکج به 38 څخه تر 42 ورځو او شارټ حج پېکج به 20 څخه تر 25 ورځو وي٬ څوك به وېړيا حج نشي كولے۔ د زيارت په ورځ د مذهبي چارو نګران وفاقي وزير انیق احمد په خبري كنفرنس كښې حج پالېسي 2024 اعلان كړه۔ ده ووئيل د لا??ګ حج پېکج لا??دې د رېګولر حج سكيم مصاريف به سوئيلي ريجن (کراچۍ، کوئټه ، سکھر) لپاره 10لکه 65 زره روپۍ ، قطبي ريجن لپاره 10 لکه 75 زره روپۍ ٬ د لا??ګ حج پېکج لا??دې د سپانسرشپ حج سکیم مصاريف به سوئيلي ريجن لپاره 3765 ډالر ??و قطبي ريجن له 3800 ډالر وي۔ ده ووئېل د شارټ حج پېكج لا??دې د ريګولر حج سكيم مصاريف به سوئيلي ريجن لپاره 11لکه 40 زره ??و قطبي ريجن له 11 لکه 50 زره روپۍ او د شارټ حج پېکج لا??دې د سپانسر شپ حج سکیم مصاريف به سوئيلي ريجن له 4015 ??و قطبي ريجن له 4050 ډالر وي۔ ده ووئيل د مذهبي چارو وزارت د تېر كال په مقابل كښی د رروان كال حج مصاريف كمولو كښې كامياب شوے۔ په سعودی عربستان كښې د پاتې كېدو په مهال به لازمي استعمال لپاره د 7 جي بي ډېټا لرونكې موبائل سم وركولے شي۔ د كراچۍ ايئر پورټ د لارې حج له تلونكي به روډ ټو مکه پروجېكټ كښې شاملولے شي او هيله ده چې لا??ور څخه تلونكي هم دې پروجېكټ كښې شامل كړې شي۔ د عازمین حج د رائے په رڼا كښې د 20 څخه تر 25 ورځو شارټ حج پېكج هم به وركولې شي۔ ده ووئيل د پاكستان ??ج كوټه يو لك 79 زره 210 ده كومه چې د 50 فيصد تناسب سره د سركاري او نجي سكيم ترمينځه وېشلې شوې ۔ هر يو سكيم لپاره 89 زره 605 سيټونه بېل كړې شوي ۔ 80 كالو څخه د زيات عمر كسانو سره به يو مرستيال لازمي وي۔ 5 وارې حج كوؤنكي به د روان كال په مهال د حج درخواست وړاندې كولو اهل نه وي خو په اول ځل حج له د تلونكې مېرمنې محرم به دې څخه مستثنی وي۔ دغسې په سپانسر شپ حج له تلونكي ته به هم دې څخه استثنی وركولې شي۔ وفاقي وزير ووئېل هارډ شپ کوټه 500 او لېبر کوټه 300 بېله كړې شوې ده۔ د اسلامی نظریاتی کونسل د سپارښتنو له مخې مېرمنې د محرم نه غېر هم د حج درخواست جمع كولې شي او هغه د با??ر وړ ډلې سره د حج درخواست جمع كولې شي۔ په سعودي عربستان كښې د شكايتونو فوري ازالې لپاره به مانيټرنګ ډلې تعينات وي۔ د كومو شكايتونو ازاله چې ونكړې شي هغه به پاكستان كښې سی ډی سی ته وړاندې كولې شي۔ د سي ډی سی د پرېكړو په ضد به ایپلټ كمېټۍ ته اپيل كېدے شي۔ ده ووئېل د تكافل په بنياد حجاج محافظ سكيم به روان ??اتلے شي
حج پالېسي 2024 اعلان كړې شوه ٬ پېكج د تېر كال په مقابل كښې يو لاك روپۍ ارزان ٬ درخواستونه به 27 نومبر څه تر 12 دسمبر جمع كېدے شي ٬ د مذهبي چارو نګران وفاقي وزير
Ganesha Golden Entertainment Platform Website
مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کے نتائج