اسلام آباد 10 جولائی (اے پی پی) د سري لنكا د تجارت وزارت سېكتر چن تيكا اېس لوكو هيتي پھ مشرۍ كښې د اعلٰی كچ پلاوي د تجارت وفاقي سېكتر يونس ډهاګه سره ملاقات كړې۔ دملاقات په مهال د سري لنكا پلاوي د پاكستان څخه د 3 لكه ټن وريژو اخستلو په اړه په امكاناتو خبرې اترې وكړې ځكه چې سري لنكا د سوكړې پھ سوب د هېواد ضروريات پوره كولو لپاره د غلې كمي سره مخ دې۔ پھ ملاقات كښې د ټرېډنګ كارپورېشن آف پاكستان(ټي سي پي)چيئرمېن مشتاق احمد شېخ هم ګډون كولو۔په دې موقع د تجارت سېكتر ووئيل چې دا د سيزن اختتام دې٬ پاكستان په ابتدائي توګه سري لنكا له 25 زره مېټرك ټن وريژې په سمدستي توګه وركولې شي او د پاتې نورو ورويژو رسنې شېډول او د نرخ تعين به ستمبر٬ اكتوبر كښې د فصل راتلو نه وروستو كېږي۔د دواړو هېوادونو لخوا د سري لنكا سي ډبليو اي او ټي سي پي ترمينځه د مفاهمت يادښت(اېم او يو)لاس ليك كولو پھ اړه خبرې وشوې
د سري لنكا د تجارت وزارت پلاوي د تجارت وفاقي سېكتر يونس ډهاګه سره ملاقات وكړو
مضمون کا ماخذ : پاکستان لاٹری نمبر