اسلام آباد 24ستمبر(اے پی پی)د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني سره د چ??ن سرمايه كارو او سوداګرو پشمول يو پلاوي د نهې په ورځ پارليمنټ هاؤس كښې ملاقات كړے۔په ملاقات كښې د خزانې لپاره د سېنېټ قائمه كمېټۍ چيئرمېن سېنېټر سليم مانډوي والا او د كامرس لپاره د سېنېټ قائمه كمېټۍ چيئرپرسن سېنېټر انوشه رحمان٬سېنېټر بېلال احمد خان هم د سېنېټ چيئرمېن سره وو۔د سېنېټ سېكرټرېټ له مخې د سېنېټ چيئرمېن ووئيل د چين او پاكستان دوستي يو مثالي تاريخ لري٬ په كال 1951 كښې د ملګرتيا سفر هغه وخت پیل شوے ؤ كله چې دواړو هېوادونو خپلې سفارتي اړيكې جوړې كړی٬په كال 1949 كښې پاكستان چين تر ټولو وړومبے تسليم كړے ۔ده ووئيل پاكستان عوامي جمهو??يه چين تسليم كونكے په وړومبنو هېوادونو كښې يو دے او پي آر سي سره سفارتي اړيكې قائمونكے وړومبے اسلامي هېواد دے۔ده ووئيل د پاكستان اولس د چين ملګرتيا ته د قدر په ??ترګه ګوري٬دواړه هېوادونه ښه ملګري دي او په هر سخت وخت كښې د يو بل ملګرتيا كوي٬دواړه هېوادونه د نزدې مرستې ښه شراكتدار دي۔سيد يوسف رضا ګېلاني ووئيل په نړيواله او سيمه ايزه كچه دواړه هېوادونه خپلو كښې ښې رابطه لري۔د اعلٰی كچ پلاويو تګ راتګ سره به دا ملګرتيا لا قوي شي۔ده ووئيل چين د پاكستان تر ټولو لوي تجارتي پارټ??ر دے٬د قامي اسمبلۍ سپيكر او وزيراعظم په ??ېث زه څو وارې چين ته تلے يم او دغه ټولې دورې يادګاري وي۔د چين قيادت سره دوه اړخيزه مرستې قوي كولو په ??ړه تفصيلي خبرې اترې شوي٬د پاكستان هر يو وګړے د چ??ن سره په ملګرتيا وير لري۔ده ووئيل سېنېټ او قامي اسمبلۍ كښې د پاك چائنه فرينډ شپ ډلې جوړې شوي چې مقصد يې په ??ولسي كچه رابطې لا م??تح??مول دي۔مونږ د پاكستان او چين ترمينځه نزدې سياسي او بين الپارلماني اړيكو له خوښي لرو۔سيد يوسف رضا ګېلاني ووئيل د يو بل د تجربو څخه زده كړو ته اړتيا ده۔دغسې د چين پلاوي خپله د پاكستان دوره كاميابه وګرځوله٬پلاوي په پاكستان كښې د سرمايه كارۍ په ??ړه د خپلو ترجيحاتو څرګندونه وكړه۔پلاوي ووئيل د چين بېلې كمپنۍ په پاكستان كښې سرمايه كاري كولو له خوښي لري۔د پلاوي د دورې مقصد هم د سرمايه كارۍ موقعې لټول دي۔
د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني سره د چين سرمايه كارو او د سوداګرو ملاقات وكړو
EVO online entertainment reliable APP
مضمون کا ماخذ : سلور لائونیس 4x ضرب