اسلام آباد 24ستمبر(اے پی پی)د اقتصادي چارو وفاقي وزير احد خان چيمه د ب??لاروس سرمايه كارو له په پاكستان كښې د سرمايه كارۍ بلنه وركولو سره وئېلي دي د خاص سرمايه كارۍ آسانيو كونسل(اېس آئي اېف سي)د لارې په هېواد كښې د سرمايه كارۍ لپاره سپيځلے نظام قائم كړے شوے ۔ده دا خبره د نهې په ورځ د ب??لاروس د توان وزير اليكسي كوشزينكو سره په ملاقات كښې كړې۔په ملاقات كښې د دواړو هېوادو??و ترمينځه اقتصادي اړيكو او تجارتي حكمت عمليو په اړه د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔احد چيمه د پاك –بېلاروس شريك وزارتي كمېشن كښې په ګډون د ب??لاروس د توان وزير هر كلے وكړو او د دواړو هېوادو??و ترمينځه تجارتي تګلاره 2027-2025 يې مهمه وګرځوله كومه چې د پاكستان معيشت بحالۍ لپاره يو مثبت ګام دے۔ده د ب??لاروس سرمايه كارو ته په پاكستان كښې بېلو څانګو كښې د سرمايه كارۍ بلنه وركړه او وې وئېل اېس آئي اېف سي د لارې هېواد كښې د سرمايه كارۍ سپيځلے نظام جوړ كړے ??وے??ده ووئيل سږ كال اكتوبر كښې د پاكستان وزيراعظم د ب??لاروس دوره كوي او نومبر كښې به صدر مملكت د شنګهائي مرستې تنظيم په غونډه كښې ګډون لپاه بېلاروس ته ځي۔د ب??لاروس د توان وزير اليكسي كوشزينكو پاكستان سره بېلو څانګو كښې مرستې له خوښي څرګنده كړه او هيله يې ولرله چې د شريك وزارتي كمېشن پريكړو څخه به ګ??ورې نتيجې ترلاسه شي۔ده كر كېلې له د جديد ټېكنالوجۍ وركولو عزم هم څرګند كړو
د بېلاروس سرمايه كارو له په پاكستان كښې د سرمايه كارۍ موقعو څخه ګټه پورته كول پكار ده٬د اېس آئي اېف سي د لارې په هېواد كښې د سرمايه كارۍ لپاره سپيځلے نظام جوړ كړے شوے۔ د وفاقي وزير احد خان چيمه د بېلاروس د توان وزير سره ملاقات كښې خبرې
Esme Electronics Reliable Entertainment APP
مضمون کا ماخذ : ہیوگو 2