اسلام آباد۔11جولائی(اے پی پی) پاكستان يو وارې بيا د دې خ??رې پخلے وكړو چې هغه به د ملګرو ملتونو د سلا??تي كونسل قراردادونو له مخې د كشمير شخړې عادلانه او سوله ايز حل لپاره د كشميري اولس سياسي ٬ سفارتي او اخلاقي ملاتړ روان ساتي۔ د خارجه دفتر وياندې ممتاز زهره بلوچ د زيارت په ورځ په پرېس بريفنګ كښې ووئيل 93 مه ” د كشمير شهيدانو ورځ “ به په 13 م جولائی لمانځلې شي۔ دا ورځ د هغه 22 كشميري وګړو د شهادت يادګېرنه كوي كومو چې په كال 1931 كښې په سرينګر كښې د ډوګره فورسز د بې درېغه ډزو په مقابله كولو د خپلو ځانونو قرباني وركړې وه۔ وياندې ووئيل م??نږ د هغوي مړانې ته سلام كوؤ كومو چې د كشميري اولس د آزادۍ او خپلواكۍ حق لپاره د يو فعاله تحريك بنياد كېښود ٬ دغه تحريك نن هم روان دے۔ وياندې ووئيل د ډوګره ځواكونو په څير هندي عسكرو د تېرو څو لسيزو په مهال د زرګونو په شمېر كشميري وګړي د خپلو حقونو په غوښتلو وژلي دي۔ نوموړے ??شميرے ځوان برهان مظفر واني په هغه سوؤنو كشميري ځوانانو كښې يو دے كوم چې په غېر قانوني توګه ووژلے شو۔ د هغه 8 م تلين د جولائي په 8 مه نېټه ولمانځلے شو۔ دې وئيل م??نږ “د كشميري شهيدانو ورځې” په دې اونۍ كښې يو وارې بيا هندي حكومت څخه غوښتنه كوؤ چې هغه د كشميري اولس بې ګناه وژنه او ?? طاقت بې درېغه كارولو كمپائن بند كړي
پاكستان به د ملګرو ملتونو قراردادونو له مخې د كشميري اولس سياسي ٬ سفارتي او اخلاقي ملاتړ روان ساتي٬ د خارجه دفتر وياند
Spicy Awards Honest Entertainment Entrance
مضمون کا ماخذ : como jogar lotomania