پېښور ۔ 18 دسمبر (اے پی پی) د وزیراعظم خصوصي مرستيال مولان?? طاهر اشرفي وئيلي دي د حجاج كرام تربيه زياته ضروري ده٬ حجاج كرام دې وېډيو او عكسونه جوړولو څخه ډډه وكړي۔ په پېښور كښې دستورې ته خپل خطاب كښې مولان?? طاهر اشرفي ووئيل د ډالر بيعه ټيټېدو سره د سركاري حج په مصاريفو كښې يو لك روپې كمے راغلے دے٬ نجی ټور آپرېټرز دې هم حجاج كرامو ته آسانۍ وركړي۔ ده ووئيل نګران حكومت بايد كرپشن څخه پاك وي۔ دغسې مولان?? طاهر اشرفي په ګورنر هاؤس كښې ګورنر حاجي غلام علي سره هم ملاقات وكړو او هغه سره يۍ په صوبه كښې د امنيت روانې وضعې او د مذهبي همغږۍ په اړه د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ مولان?? طاهر اشرفی ګورنر د مذهبونو ترمينځه همغږۍ او منځني ختيز او اسلامي هېوادونو كښې د مېشته پاكستانيانو خېر ښېګړې د چارو څخه خبر كړو۔ ګورنر ووئيل په غزه كښې په تش لاسې فلسطيني اولس د روان ظلم او زياتي مخنيوي له نړيوال قوتونه ب??يد خپل كردار ترسره كړي
د حجاج كرام تربيه زياته ضروري ده٬ حجاج كرام دې وېډيو او عكسونه جوړولو څخه ډډه وكړي٬ مولانا طاهر اشرفي
Mysterious Soul Entertainment Platform Link
مضمون کا ماخذ : لوٹومینیا اکومولڈا