اسلام آباد 15 دسمبر (اے پي پي) نګران وزیرِاعظم انوار الحق كاكړ ټانك، ډیره اسماعیل خان كښې په پولیس لائنز او ضلع خېبر كښې د پولیس او فرنټیئر كور په شريكه پوسته د ترهه ګرو د بريدونو سخته غندنه كړې ده۔ د جم??ې په ورځ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې نګران وزیرِاعظم د ټانك په پولیس لائنز د ترهه ګرو لخوا د شر خوښۍ لويه منصوبه په ش??ډولو امنيتي اهلكارو ته پيرزوئنې وړاندې كړي۔ نګران وزیراعظم ووئيل د ترهه ګرۍ لعنت د پاكستان څخه په بشپړه توګه ??تمولو پورې به جنګ روان وي۔ زما پشمول ټول قام ، د هېواد د حفاظت په خاطر د خپلو ځانونو قرباني وركوونكو امنيتي اهلكارو ته پيرزوئنې وړاندې كوي۔نګران وزیرِاعظم ووئيل د پاكستان بهادر اولس د ترهه ګرۍ په دې جنګ كښې د خپلو وسله والو ځواكونو سره اوږه په اوږه ولاړ دے۔دغسې وزیرِاعظم په دې بريدونو كښې دشهيدو شوو سكیورټی اهلكارو لوړو درجو او د غمجنو كورنيو زغم لپاره دعا اوكړه
نګران وزیرِاعظم ټانك او خېبر كښې په پولیس لائنز او د فرنټیئر كور په شريكه پوسته د ترهه ګرو د بريد غندنه وكړه
Santa's Gift Entertainment Platform Link
مضمون کا ماخذ : تھور میگا ویز کی طاقت