اسلام آباد 20 اکتوبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو نګران وفاقي وزير مرتضيٰ سولنګي مس انفارمېشن، ډس انفارمېشن او په فېک نيوز د قابو موندلو په ضرورت زور رواړولو سره وئيلې دي مس انفارمېشن او ډس انفارمېشن د ګردې نړۍ مسئله ده٬ په سوشل ميډيا لوي چېلنج ناسم خبرونه دي، د خبريالانو تربيې لپاره به د ب??تا??يه جديد ميډيا نصاب څخه مرسته ترلاسه كولې شي، ب??تا??يه سره د ميډيا په څانګو كښې مرستې ته وده وركولو له خوښي لرو۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ب??تا??يه هائي كمېشن پوليټيکل قونصلرې زوئي ويئر سره په ملاقات كښې كړې۔ د ملاقات په مهال د پاك ب??تا??يه اړيكو، كركه ايزې بياني??٬ د مس انفارمېشن، ډس انفارمېشن خاتمه، د ميډيا په څانګو كښې مرستې ته وده او د يو اېن ډي پي په سېف ډيجيټل انوائرمنټ پروګرام د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ مرتضيٰ سولنګي ووئيل فلم او ډرامه د هر هېواد كلتور او په زړه پورې تشخص رامخې ته كولو كښې كردار لوبوي۔ د اطلاعات وزير پوليټيکل قونصلر په هېواد كښې د انتخابات پحقله د هلو ځلو نه خبرولو كښې ووئيل انتخابات به په وخت كېږي او د دې اعلان به الېكشن كمېشن كوي۔ د??سې د ب??تا??يه پوليټيکل قونصلر د پاکستان او ب??تا??يه ترمېنځه د دوه اړخيزه اړيكو ودې لپاره د خپلې مرستې باور وركړو۔
مس انفارمېشن او ډس انفارمېشن د ګردې نړۍ مسئله ده٬ په سوشل ميډيا لوي چېلنج ناسم خبرونه دي۔ وفاقي وزير مرتضيٰ سولنګي
Dragon and Treasure Entertainment Platform Official Website
مضمون کا ماخذ : لوٹومینیا