اسلام آباد۔29اکتوبر(اے پی پی) اولس مشر ډاكټر عارف علوي د تركيې سلمې كاليزې په موقعه د پاكستاني اولس او حكومت لخوا د تركيې اولس مشر او اولس ته مباركي وركړې ده۔ د اتوار په ورځ په خپل يو وېډيو پېغام كښې اولس مشر ډاكټر عارف علوي ووئيل زه اولس مشر رجب طيب اردوان ته د تركيه د سلمې كاليزې خوشحالۍ په موقعه د زړه له کومي مبارکي وړاندې کوم۔ ده ووئيل د ترکیه جمهوریت په دې ورځ كال 1923 كښې د ستر رهبر مصطفی کمال اتاترک په کرشماتی لارښودنه كښې تاسیس شو۔ ده ووئيل پاكستان او تركيه دوه اړخيزه پخوانۍ اړيكې لري٬ د پاكستان او تركيه جوړېدو څخه وړاندې هم د دې سيمې خلقو يو بل سره ژور تړون لرلو۔ ده په دې خبره رڼا واچوله چې د دواړو هېوادونو ترمينځه د پياوړې اړيكو څرګندونه دې څخه كېږي چې له دې سیمې څخه د ??وس??ې جنګ په مهال جنګ لپاره د مرستې سامان سره سره افرادي قوت هم ولېږلے شو د كوم چې تركيه تل مثبت ځواب وركړے دے۔ صدر مملكت زياته كړه چې د رجب طيب اردوان په مشرۍ كښې تركيه زبردست پېشرفت كړے دے او دې سره سره موجوده ترك مشرتابه د اسلامي ??ړۍ مسئلو ختمولو كښې هم غوره كردار ترسره كړے دے۔ ده ووئيل تركيه تل د ك??مي?? په معامله پاكستان سره ولاړه پاتې شوې ده۔ ده ووئيل ترك اولس مشر په غزه كښې په رامخې ته شويو وحشيانه پېښو د مړانې دريځ خپل كړے دے۔ ده هيله ولرله چې اسلامي ??ړۍ به هم د غزه په دې دړدېدلې مسئله او د ك??مي?? په مسئله د مړانې دريځ خپل كړي۔ اولس مشر ډاكټر عارف علوي ووئيل چې ??ړۍ شايد دا خبره هېره كړې ده چې مسلمانوں په اناطولیه او اندلس كښې تل د ټولو مذهبونو منونكو هركلې كړې دې۔ ده ووئيل په دې موقعه دې د دواړو هېوادونو د اولس ترمينځه د ورورولۍ تړون په ډاګه كړې شي كوم به چې ټول عمري لپاره قائم وي۔
د اولس مشر ډاكټر عارف علوي د تركيه په 100 مه كاليزه ترك اولس ته مباركي
مضمون کا ماخذ : loteria com prêmio acumulado