اسلام آباد۔5 اګست(اے پی پی) صدر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي تر څو چې مقبوضه كشمير كښې حالات د معمول له مخې نه شي هن?? سره خبرې اترې بحالېدې نه شي۔ د كشمير تر آزادۍ به پاكستان كښې كوم وګړے په قلار نه شي۔ د هن?? د ټولو سازشونو باوجود پاكستان لا مضبوطېږي۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه د زيارت په ورځ د استحصال ورځې په موقع كشميري اولس سره د يو والي څرګندولې له ويستلي شوي لاريون ته خطاب كښې وكړه۔ د صدر ډاكټر عارف علوي په مشرۍ كښې پارليمنټ هاؤس څخه تر ډي چوك كشميري اولس سره د يو والي څرګندونې له لاريون ووېستلے شو۔ په لاريون كښې داخله وزير شېخ رشيد احمد ٬ وفاقي وزيرانو ډاكټر بېرسټر فروغ نسيم ٬ چوهدري فواد حسېن ٬ مخدوم شاه محمود قرېشي او د خصوصي مرستيال علی اعوان په شمول نورو وفاقي وزيرانو ٬ پارليماني غړو او د سول سوسائټۍ نمائندګانو ګډون وكړو۔ د لاريون په موقعه سائرن وغږولے شو او يوې دقيقې لپاره خاموشي اختيار كړې شوه۔ لاريون كښې ګډون كوؤنكو ته خپل خطاب كښې صدر ډاكټر عارف علوي ووئيل په ننۍ ورځ 2 كاله وړاندې د جموں وكشمير په اولس ظلم او زياتې وكړے شو۔ هن?? د خپل آئين آرټيكل 370 او 35 اے منسوخ كړو۔ هغه ووئيل د هن??وستان وېش چې په كوم اصول شوے ؤ او د هغې په نتيجه كښې پاكستان او هن?? جوړ شوي وو ٬ هن?? كشمير كښې دغه اصول له مينځه وړلې دي ۔ د دغه اصولو له مخې مقبوضه كشمير له د پاكستان برخه جوړېدل وؤ۔ هغه ووئيل په كشميري اولس چې ډوګرا راج كښې كوم ظلمونه شوي هن?? د دغې ظلمونو لړۍ نن هم روانه ساتلې۔ هغه ووئيل ملګرو ملتونو په خپلو قراردادونو كښې كشميري اولس ت?? د خپلواكۍ حق وركولو لوظ كړے۔ كشميري اولس ت?? د دغه قراردادونو تر مخه بايد خپل حقونه ترلاسه شي۔ نړۍ په دې معامله غلې پاتې شوې خو كشميرے اولس په دې غلے پاتې كېدے نه شي۔ هغه ووئيل په آزاد كشمير كښې صورتحال امناك دے۔ ميډيا خپلواكه ده۔ سفارتکارو ته د آزاد كشمير حالاتو جاج اخستو لپاره د دورې كولو موقعې وركړې شوي خو بل اړخ ته په مقبوضه كشمير كښې ميډيا ته اجازه نه وركړې كېږي۔ دغلته كرفيو ده۔ هغه ووئيل د كشمير تر آزادۍ به كوم پاكستانے وګړي په قلار رانشي۔ كشميري اولس د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو لپاره ډېرې زياتې هلې ځلې كړي۔ صدر ووئيل وزيراعظم عمران خان په نړيوالو فورمونو د كشميري اولس مقدمه پورته كړې۔ پاكستان او كشميري اولس په ملګرو ملتونو د باور څرګندونه كړې خو هن?? د ملګرو ملتونو قراردادونه شاته كړي۔ هغه ووئيل هن?? مقبوضه كشمير كښې د ودانۍ تناسب بدلولو هڅې كوي۔ 30 نه تر 40 لکه غېر كشميرو وګړو ته د كشمير ډوميسائل جاري كړے شوے۔ هن?? د دې ګام د لارې دغلته حالات بدلول غواړي۔ هن?? په خپل هېواد كښې اقليتونو سره غېر انساني سلوك كوي او هم دا سلوك كشميري اولس سره هم كوي۔ هغه هن?? ته خبردارے وركولو سره ووئيل د هن??ي سازشونو باوجود پاكستان د يو مضبوط هېواد په توګه رامخې ته كېږي۔ پاكستان به كشميري اولس له آزادي وركوي۔ هغه ووئيل هن?? اور سره لوبې كوي۔ هن?? كښې بې وزلي ډېره زياته ده۔ هغه ووئيل د پاكستان تحريك انصاف اوسنے حكومت سوله غواړي خو بياهم تر كومې جې حالات د معمول له مخې نه وي او هن?? د 5 اګست كال 2019 اقدامات بېرته اخستې نه وي پاكستان هن?? سره خبرې اترې نشي كولې
هند سره خبرې اترې تر هغې نه شي بحالېدې تر څو چې حالات د معمول له مخې نه شي۔ د هند د ټولو سازشونو باوجود پاكستان لا قوي كېږي ۔ صدر ډاكټر عارف علوي
مضمون کا ماخذ : apostas quina