اسلام آباد 06 ستمبر (اے پي پي)صدر مم??كت ډاكټر عارف علوي د هېواد دفاع لپاره د خپلو ځانونو قرباني وركونكو شهيدانو او د هغوي ورثا ته سلام كولو سره وئېلي زمونږ پوځ عمر له په خپلو وينو د پاكستان د آزادۍ او سلامتيا تحفظ كړې٬د هغوي د قربانو په وجه زمونږ د نوي نسلونو سباؤن محفوظ شوې۔ده د ګل په ورځ د پېنډۍ په جنرل هېډكوارټرز كښ?? د ??فاع او شهيدانو ورځ مركزي دستورې ته وېنا كوله۔په دستوره كښې وفاقي وزيرانو٬پارليماني غړو٬جوائنټ چيفس آف سټاف كمېټۍ چيئرمېن٬د سمندري او فضائي ځواكونو مشرانو٬غېر ملكي سفارتكارو٬د شهيدانو كورنيو٬غازيانو او عسكري چارواكو ګډون كولو۔صدر مم??كت ووئيل 6 ستمبر يوازې يوه ورځ نه بلكې زمونږ په قامي تاريخ كښې د قامي يو والي د حوصلې او قربانۍ استعاره ده۔په دې كښې هېڅ شك نشته دا د وفا د تجديد ورځ ده او مونږ ته ياد تازه كوي چې څنګه د نن څخه 56 كاله وړاندې ټول قام د يو غېر اعلاميې جنګ په ضد د دښمن ناوړه عزائم په لاره كښې د يو مضبوط ديوال پشان ودرېدو۔په دې هلو ځلو كښې نه يوازې مونږ د دښمن طاقت ختم كړو بلكې نړۍ له مو دا پیغام وركړو چې د يو قام په حېثيت نه يواز?? د ??پلې آزادۍ سره مينه كوو بلك?? د ??ې خاورې لپاره د هېڅ ډول قربانۍ وركولو څخه ډډه نه كوو۔ده ووئيل زمونږ د آزادۍ نه تر نوې نسل د پاكستان بچې بچ?? د ??ې آزادۍ لپاره د ځان قرباني كولو لپاره چمتو دے۔صدر مم??كت ووئيل زمونږ زمكيز٬سمندري او فضائي پوځ عمر له په خپلو وينو د پاكستان د آزادۍ او سلامتيا تحفظ كړې۔ده ووئيل د آزادۍ په دې مزل كښې ګڼ پړاؤنه راغلي ګڼو كورنيو كډه كړې دغسې زمونږ مشرانو ډېرې قربانۍ وركړي دا هم حقيقت دے چې زمونږ دښمن د وړومبۍ ورځ څخه زمونږ د آزادۍ او خپلواكۍ په ضد و٬د آزادۍ ترلاسه كولو سره پاكستان د هندي جارحيت سره مخ شوې٬په پاكستان كښې كله روايتي جنګ په صورت كښې جارحيت مسلط كړې شوې نو كله د ترهه ګرۍ په صورت كښې۔ده ووئيل د امن لپاره د پاكستان د ټولو هڅو باوجود نن هم مونږ حتيز ګاونډي هېواد سره د عزت او وقار سره پاتې كېدو كښې ستونزو سره مخ يو۔له بده مرغه زمونږ ګاونډي هېواد د 1947 نه تر نن زمونږ د آزادۍ ترلاسه كولو تاريخ د زړه څخه قبول نه كړو خو اوس وخت راغلې چې حقيقت د زړه څخه منلو سره د ټولو مسئلو په ښه ډول حل ولټولې شي۔صدر مم??كت ووئيل دا خبره په ډاګه كول غواړم چ?? د ??يمې پرمختګ د كشمير مسئلې سپيځلې حل سره تړلې۔مونږ د هند په كشمير غاصبانه قبضې او د 5 اګست 2019 نه پس د هغه ټولو اقداماتو كوم چې په حقيقت كښې د كشمير مسئلې په اړه د ملګرو ملتونو قراردادونو خلاف ورزي ده په بشپړه توګه رد كوو۔ده ووئيل هند له به دا ياد ساتل وي چ?? د ??زادۍ جزبې ته د طاقت په زور زيان نه شي رسېدلې٬مونږ د كشميريانو جزبې او قربانو ت?? سلام كوو او مونږ به هر ډول سفارتي او اخلاقي مرسته روانه ساتو۔ده ووئيل پاكستان په سيمه كښې امن غواړي٬مونږ په افغ??نس??ان كښې په بدل شوي صورتحال نظر ساتو٬پاكستان عمر له په افغ??نس??ان كښ?? د ??من په لړ كښې كردار ترسره كړې۔نن هم پاكستان د دغې ټولو هڅو برخه ده۔صدر مم??كت ووئيل زه ستاسو پام د پاكستان هغه عظيم قربانو پلو راګرځول غواړم كوم چې مونږ د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د يو قام په حېث ادا كړي۔زمونږ ځوانانو د ترهه ګرۍ ختمولو لپاره ګڼ كامياب عمليات كړي او د جنګ ځپلې سيمو بحالي يې ممكن كړي دغسې مونږ په پاك افغان پوله كنډاتار لګولو سره نه يوازې لوېديزه پوله محفوظ كړې بلكې د ټولو بې بنسټو ت??رونو ځواب مو وركړې۔صدر مم??كت د شهيدانو او غازيانو عظي قربانو او د هغوي د كورنيو استقامت ته سلام وكړو۔د دغې شهيدانو په سوب مونږ نن خپل ځان محفوظ كړو او زمونږ د هېواد امن د دغه قربانو سره تړلے دے۔زه باور لرم چې زمونږ ځوانان او افسران به د دغې شهيدانو پشان د ستمبر جزبه په خپلو زړونو كښې ژوندۍ ساتلو سره پاكستان سلامتيا٬تحفظ او د قام څوكالۍ سباؤن لپاره كردار ترسره كړي۔د دې څخه وړاندې صدر مم??كت د شهيدانو په يادګار حاضري وكړه او د ګلونو څادر خپرولو سره يې ??ات??ه خواني وكړه۔د پاك پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه هم د ده سره وو۔
زمونږ پوځ عمر له په خپلو وينو د پاكستان د آزادۍ او سلامتيا تحفظ كړې۔صدر مملكت ډاكټر عارف علوي د پېنډۍ جنرل هېډكوارټرز كښې د دفاع او شهيدانو ورځ مركزي دستورې ته وېنا
مضمون کا ماخذ : como apostar na mega sena