اسلام ??باد 25 اګست (اے پي پي) خارجه و??ير شاه محمود قريشي هيله څرګنده كړې طالبانو سره د ستونزو باجود هم په نزدې راتلونكي كښې د شخړې د هواري لار رواتلې شي، دا لار هواره ساتلو لپاره طالبان اماده ليدلے كېږي، طالبان د دوحه په لوظنامه د من و عن عمل كولو پابند دي، طالب پلاوي سره په مثبت، تعميري او دوستانه ماحول كښې مذاكرات شوي . د نهې په و??ځ په خارجه و??ارت كښې د ملا برادر په مشرې كښې د افغان طالب پلاوي سره د مذاكراتو نه پس مېډيا سره په خبرو كښې خارجه و??ير ووئيل په مذاكراتو كښې د كال 2019م نه و??خله تر اوسه د حالاتو احاطه شوې. ده ووئيل په افغانستان كښې امن او استحكام لپاره د پاكستان كردار تل مثبت پ??تې ??وے. د افغان كډوالو ذكر كولو سره خارجه و??ير ووئيل دوي نن هم په دې مننه كوي چې پاكستان دوي لپاره د خپلو زړونو او كورونو دروازې خلاصې كړې. ده ووئيل پاكستان د وړومبې ورځې نه د افغان شخړې په سوله ايز حل ټينګار كړے. وزيراعظم عمران خان تل هم دا خبره كړې چې افغان شخړه په طاقت نه شي حل كېدې. تقريباً 22 كاله پس نړۍ دې نتيجې ته راورسېده چې د افغان شخړې يواځنې لار د سولې مذاكرات دي. ده ووئيل زمونږ منزل سوله ايز خوشحاله او مستحكم افغانستان دے. خارجه و??ير ووئيل ځينې قوتونه پرله پسې د افغانانو ذهنونه متاثر كوي خو مونږ د افغان اولس بهتري غواړو. مونږ افغانستان متحد ليدل غواړو، مونږ ګڼو چې امن او استحكام ??ره به په دې منطقه كښې د پرمختګ او روزګار موقعې پېدا شي او خپلو بچو لپاره به غوره سباٶن جوړ كړے شو
طالبان د دوحه په لوظنامه د من و عن عمل كولو پابند دي، طالب پلاوي سره په مثبت، تعميري او دوستانه ماحول كښې مذاكرات شوي. خارجه وزير شاه محمود قريشي
مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈ پاکستان