اسلام آباد 28 اپرېل (اے پي پي) صدر مملکت ډاکټر عارف علوي په پاکستان كښې د سرمايه كارۍ موقعې او سرمايه كاري دوست پالېسۍ رامخې ته كولو سره وئيلي دي چې د آئي ټي سېکټر پرمختګ د هېواد په اهمو ترجيحاتو كښې شامل دے، غېر ملکي سوداګر او سرمايه كار دې په دې اهمه څانګه كښې د سرمايه كارۍ پشمول د ترقۍ بلها امكاناتو څخه استفاده وكړي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د چين ايزي وے انووېشن ټيکنالوجي کمپنۍ لمېټډ يو پلاوي سره په خبرو كښې وكړه۔ پلاوي د جمعې په ورځ د چيف اېګزېكټو افيسر جوهانيو په مشرۍ كښې دوي سره په ايوان صدر كښې ملاقات وكړو۔ صدر مملکت ووئيل خاص ټيکنالوجي زونز اتھارټي کاروباري ادارو لپاره لس كالو له په ټېكس كښې د چهوټ پشمول بېل مراعات وړاندې كوي او د چين آئي ټي کمپنو له دې موقعو څخه ګټه پورته كول پكار دي۔ د چين پلاوي مشر صدر مملکت د آئي ټي بېلو خدمات په وړاندې كولو كښې د خپلې كمپنۍ د كردار په اړه خبر كړو۔ ده ووئيل ايزي وے د سمارټ ټرانسپورټيشن، سمارټ لاجسټکس او نورو څانګو لپاره كوټلې حل او وظيفائي سافټ ويئر ډويلپمنټ كوي۔ ده ووئيل زمونږ كمپنۍ د پاكستان رېلوے لپاره د اي ټكټنګ نظام تيار كړے دے چې ورسره به د ادارې كاركردګي زياتولو كښې مرسته وشي۔
بهرني سرمايه کار دې په پاکستان كښې د سرمايه كارۍ موقعو څخه ګټه پورته كړي٬ صدر مملکت ډاکټر عارف علوي
مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کی پیشن گوئی