اسلام آباد 25 اپرېل (اے پي پي)د خزانې وفاقي وزير مفتاح اسماعيل وئېلي دي موجوده حكومت ټولې معاشي خرابۍ لرې كولو ته پام لرنه كړوي ٬مونږ كوم نوے ټېكس نه لګوو٬حكومت د پېټروليم په بيعه كښې د زياتوالي پالېسي جوړوي٬لويو ګاډو او ايليټ كلاس ته سبسډي نه شو وركولې ٬ البته لږ پیټرول استعمالونكو او موټرسائيكل استعمالونكو ته به رېليف وركولې شي۔ده د دې خيالاتو څرګندونه د ګل په ورځ نجي ټي وي چينل سره په خبرو كښې وكړه۔ده ووئيل موجوده حكومت به راتلونكو 15 مياشتو كښې انتظامي ښه والې راولي٬وزيراعظم شهباز شريف هم مشوره راكړې چې په هېواد كښې په عام اولس زيات معاشي فشار رانشي۔ده ووئيل د پي ټي آئي حكومت په مهال د بجټ خساره زياته شوې٬موجوده حكومت به د بجټ خسارې كمولو لپاره هر ممكن هڅې كوي۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د روپۍ په قدر كښې كمے او د پي ټي آئي حكومت غلطۍ په هېواد كښې د ګرانۍ لوي اسباب دي ۔ده ووئيل موجوده حكومت ټولو معاشي خرابو لرې كولو ته پام لرنه كوي ۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د وزيراعظم شهباز شريف په ضد د عدم اعتماد ووټ په كاميابۍ به هغه په ښه ډول خپله چوكۍ پرېږدي۔
موجوده حكومت ټولې معاشي خرابۍ لرې كولو ته پام لرنه كوي ۔د خزانې وفاقي وزير مفتاح اسماعيل
مضمون کا ماخذ : ماہی گیری کا جنون