اسلام آباد۔26نومبر(اے پی پی) د داخله چارو وفاقي وزير محسن نقوي وئيلي دي د مظاهرچيانو په هر صورت مخنيوي له اسلام آباد پوليس ته بشپړ اختيارات وركړې شوي ٬ حكومت ځاني زيان نه غواړي٬ د ګولۍ ځواب په ګولۍ د نه وركولو دې هره ممكنه هڅه وكړې شي ، په طاقت كارولو د ځاني زيان اندېښنه ده٬ د دې احتجاج په شا چې كوم هم عناصر او محركات دي هغه به ډېر زر د كوټلو ثبوتونو سره اولس ته وړاندې كړؤ٬ يو پټ لاس د پي ټي آئي پاتې قيادت صفر كړے٬ پي ټي آئي مونږ سره پرېكړه وكړي او بيا منكر شي۔ ده د نهې په ورځ د ډي چوك دورې په موقع ميډيا سره خبرې كولې۔ آئي جي اسلام آباد سیدعلی ناصر رضوي ، چیف کمشنر اسلام آباد اېم علی رندھاوا ، ډپټی کمشنر عرفان نواز مېمن هم دوئي سره ??ؤ۔ وفاقی وزیر ووئيل پاكستان تحريك انصاف دوه وارې د سنګجانی په مقام احتجاج كولو ته چمتو شوے ؤ٬ دې مقصد لپاره سيز فائر وشو او لارې مونږ دغې ځاے ته تللو له پرانستلې وې۔ ده ووئيل د يو كلوميټر په مسافت د يو هېواد مشر د مېلمه په حېث موجود دے٬ دا شېلنګ او د ھنګامو فوټېج د كوم بل هېواد نه بلكې د خپل هېواد بدنامي ده۔ مظاهرچينان نه يوازې اوښوكې بھيوؤنكې ګازونه لري بلكې هغوي لويې لويې پكي هم راوړي دي كومو سره چې هغوي د پوليس لخوا د ويشتلې شوي شېلونو لوګې بېرته پوليس پلو ګرځوي۔ داخله وزير ووئيل تر دې دمه 4 سکیورټی اهلکار شهید او د ایس پی او 4 اے اېس پیز په شمول 80 څخه زيات اهلكار ژوبل شوي دي په كومو كښې چې د 10 ځوانانو حالت اندېښمن دے۔ ده ووئيل آئي جي اسلام آباد پوليس ته بشپړ اختيار وركړے شوے چې هغه په هر صورت مظاهرچينان منع كړي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې داخله وزير ووئيل پی ټی آئی درې څلور قافلې راوستې وې كومې چې په ګډه اسلام آباد ته راننوتلې دي٬ په دوئي كښې 2 زره تربيه شوي كسان دي كوم چې په ګوته كړې شوي۔ پنجاب څخه يو كس هم نه دے راغلے٬ ټول دكے پي كے څخه راغلې دي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل ما كله هم دا ادعا نه وه كړې چې مظاهرچيان به ډي چوك ته نه رسي۔ تل مې دا خبره كړې چې د هغوي م??ه به نيسؤ۔ ده ووئيل مونږ ګولۍ كارول نه غواړؤ ?? كه په ډي چوك مو طاقت كارول پېل كړو نو ټول به وتښتي خو په دې كښې ځاني زيان هم كېدے شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د پاک پوځ ذمه واري په پاكستان كښې د موجود بهرني م??ر ٬ د هغه د پلاوي ٬ د رېډ زون او مهمو ودانيو امنيت باوري كول دي
د مظاهرچيانو په هر صورت مخه نيولو له آئي جي اسلام آباد پوليس ته بشپړ اختيارات وركړے شوي: داخله وزير محسن نقوي
مضمون کا ماخذ : prêmios raspadinha