د قامي اسمبلۍ غونډه ٬ غړو د اعتراض په نكته د خپلو سيمو او نورې اولسي مسئلې رامخې ته كړې


اسلام آباد۔5 ستمبر(اے پی پی) په قامي اسمبلۍ كښې د زيارت په ورځ د سياسي ګوندونو غړو د اعتراض په نكته د خپلو سيمو او نورو اولسي مسئلې رامخې ته كړې۔ د زيارت په ورځ د غونډې په مهال سيد وسيم حسېن د اعتراض په نكته ووئيل په حېدر آباد كښې د ګاز سلېنډر چاؤدنه كښې 30 كسان شهيدان شوي وو ٬ مونږ وزيراعظم ته يوه چيټۍ ليكلې وه د كومې چې وزيراعظم ځواب هم راكړے دے۔ ده ووئيل هغه خلق اوس احتجاج كوي ٬ تر دې دمه د دې پېښې د كوم ذمه وار تعين نه دې شوے او نه چا ته سزا وركړې شوې۔ جام کمال خان ووئيل دا د افسوس وړ پېښه وه٬ وفاقي حكومت صوبائي حكومت سره رابطه كښې دے ٬ دا د اوګرا په جیوریسډیکشن كښې راځي۔ ده ووئيل په دې اړه به وزيراعظم سره رابطه كوؤ او دا معامله به د هغه په نوټس كښې راوستلې شي۔ عائشه نذیر ووئيل بجټ څخه وروستو د پېکجډ پيو په بيعه كښې زياتوالے راغلے ٬ په سګرېټ فېډرل اېکسایز ډیوټی نه ده زياته شوې او د ماشومانو ودې له په ضروري څيزونو اېف اي ډي زياته كړې شوې ۔ دې ووئيل وړاندې به كالجونو كښې سګرېټ او نشه ائي توكي كارولې شؤل او اوس په سكولونو كښې هم دا لړۍ پېل شوې۔ د دې صورتحال دې نوټس واغستلے شي۔ رانا عاطف ووئيل په ګرانۍ كښې د كمۍ خبرې كيږي بياهم د دې اثرات نه دي رامخې ته شوي ۔ د بجلۍ په بيعه كښې هم كوم نه دې شوے۔ دا مهال په پاكستان كښې د سود شرح په منطقه كښې تر ټولو زياته ده۔ ده ووئيل د يوټېلېټي سټورز په اړه دې حكومت خپله پالېسي اعلان كړي۔ رعنا انصار ووئيل د اسلام آباد په اېف نائن پارك كښې په يوه زنانه تېزاب ورشيندلې شوي ٬ دغې څخه وړاندې يوې زنانه سره زياتې شوے ؤ ٬ دې ووئيل په اېف نائن پارك كښې دې حفاظتي اقدامات باوري كړې شي۔ د مېرمنو او ماشومانو حفاظت له دې حكومت پالېسي جوړه كړي۔ صدرنشین ووئيل دا يوه جدي معامله ده او حكومت له به په دې اړه اقدامات كول وي۔ سعودي عربستان څخه په ټګۍ د 100 نرسانو ويستلو ٬ د پاسپورټس او نورو چارو په اړه زمونږ د پوښتنو سم ځواب نه دي راكړې شوے۔ شائسته خان جدون ووئيل تېره ورځ د خېبرپښتونخوا بلدیاتي عهدېدارو په پېښور كښې پرامن احتجاج کولو ٬ صوبائي حكومت په هغوي تشدد وكړو ٬ دا خلق هر ورځ په ډي چوك كښې احتجاج كښې دا دريځ خپلوي چې دا د دوئي جمهوري حق دے خو دا حق دوئي بل چاته وركول نه غواړي۔ صادق ممېمن ووئيل اختر څخه يوه ورځ وړاندې زما په سيمه كښې 17 كسان په يوه پېښه كښې په حق ورسېدل٬ تر دې دمه پسماندګانو ته هېڅ ډول ادائيګي نه ده شوې۔ ده ووئيل بهر هېوادونو كښې د پاكستانو چړمارو د لاسه د هېواد تشخص ته زيان رسي ٬ داخله وزارت او اېف بي آر دې د دې نوټس واخلي۔ ابرار احمد ووئيل بېت المال سره دا مهال د زرګونو په شمېر درخواستونه پراته دي ٬ د اېم ډي نشتوالي د لاسه وګړي ستونزو سره مخ دي۔ ملك انور تاج ووئيل په خېبر پښتونخوا كښې د لوډشېډنګ مسئله د جدي نوعيت ده٬ زما په حلقه كښې په 5 فیډرو د بجلۍ د لوډشېډنګ دورانيه 20 ساعته څخه زياته ده۔ طاهرہ اورنګزېب ووئيل دوه ورځې وړاندې د پاكستان په خاوره بنګله دېش پاكستان ته ماتې وركړه۔ هغې لوبډلې څخه د كومې كوچز ته چې 60 ٬ 60 لكه روپۍ تنخاګانې وركړې كېږي د دې ډول كاركردګۍ په اړه بايد پوښتنه وكړې شي۔ صاحبزادہ صبغت ووئيل د پاسپورټ معامله جدي ده ٬ د خلقو وېزې اېكسپائر كيږي ٬ حكومت دې د صورتحال نوټس واخلي۔ خلقو څخه د يو يو پاسپورټ 50 ٬ 50 زره رشوت اغستلې شي۔ آسیه اسحاق ووئيل تېر كال د وفاق او صوبو د تعليم بجټ 1242 اربه روپۍ ؤ ٬ د دې باوجود د زده كړو ګراف ښكته راروان دے٬ د اېچ اي سي وروستے آډټ په 2017 كښې شوے ؤ ٬ په پوهنتونونو كښې د جعلي ډګرو خبرونه رامخې ته كيږي٬ د اېچ اي سي د هغه اهلكارو په ضد دې كارروائي وكړې شي كوم چې د جعلي ډګرو په تصديق كښې ككړ دي۔ محبوب شانه په كوز دير كښې د بې دركه شوو وګړو د مسئلې حل كولو غوښتنه وكړه۔ شېخ وقاص اکرم ووئيل د يوټېلېټي سټورز د ملازمونو بچي محرومۍ سره مخ كولې شي٬ د ادارې بندول د مسئلو حل نه دے۔ ده ووئيل تېره ورځ د پي ډبليو ډي په دفتر شېلنګ شوے ٬ روزګار ختمولو په ځاے دې غوره پرېكړې وكړې شي۔ ده د بلوچستان مسئلو حل كولو له د جدي ګامونو پورته كولو په حاجت هم زور راوړو۔