اسلام آباد ۔ یکم مارچ (اے پی پی) د پاكستان اولنۍ مېرمنې بېګم محمودہ م??نون حسېن وئيلي دي د پاكستان ٬ تركيه او شمالي تركه جمهوريه قبرص ترمينځھ ټول عمر?? مثالي اړيكې پاتې شوي دي۔ او دا وروڼه هېوادونو ټول عمري د يو بل پكار راغلي دي۔ دې دا خبره په اي??ان صدر كښې د ګرانو مېلمنو په درنا??ي كښې كړې د غرمې مېلمستيا په مهال وكړه۔ د مېلمستيا دستوره كښې د وزيراعظم كورودانې بېګم کلثوم نواز او د اطلاعاتو او خپرونو دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب هم ګډون وكړو۔ د پاكستان اولنۍ مېرمنې ووئيل پاكستانې اولس د تركيه او د ترك جمهوريه شمالي قبرص اولس سره يو والې محسوسوي٬ مونږ په تاريخي ٬ مذهبي او كلتوري خپلولو يو بل سره تړلې يو۔ دې د استقباليې خپل تقرير كښې ووئيل پاكستان او تركيه يو بل سره خصوصي اړيكې لري او دواړو د غم دړد په هر ګھړۍ كښې د يو بل مرسته كړې۔ دې ووئيل د نړۍ د زياتره ??سئ??و په اړه د دواړو دريځ يو دے۔ دې ووئيل د كال 2010ﺀ په مهال پاكستان كښې سېلاب ځپليو له د تركيه اولنۍ مېرمنې اخلاص سره عطيات جمع كړل په دې ئې مونږ مننه كوؤ۔ دې ووئيل د تركيه مېرمنو خپلواكۍ له د تركيه اولنۍ مېرمنې خذمات او جذبات مثال نه لري۔ دغسې د چائلډ لېبر په ضد د دې هڅې د نړۍ مېرمنو له مثالي دي۔ دې ووئيل د پاكستان حكومت هېواد كښې بې وسي ختمولو له په جدي توګه كار كوي په دې لړ كښې بې نظير انكم سپورټ پروګرام د بې وسو مېرمنو مرسته كوي۔ په دې مهال خپلو خبرو كښې د تركيه اولنۍ مېرمنې ووئيل زه پاكستان خپل دويم كور ګڼم او باور لرم چې سباؤن كښې به دا دوه اړخيزه اړيكې لا قوي شي۔ دې په مېلمستيا كولو د پاكستانۍ اولنۍ مېرمنې مننه وكړه۔ د ترك جمهرويه شمالي قبرص اولنۍ مېرمنې میرال ایکن سی هم اي??ان صدر كښې په تود هركلي د بېګم محمود حسېن مننه وكړه او هيله ئې ولره چې د دواړو هېوادونو ترمينځھ اړيكې به سباؤن كښې لا مضبوطې شي۔
د پاكستان اولنۍ مېرمنې بېګم محمودہ ممنون حسېن د تركيه اولنۍ مېرمنې محترمه ایمینے او نورو مېلمنو په درناوي كښې د غرمې مېلمستيا وكړه
مضمون کا ماخذ : ماہی گیری کا جنون