اسلام آباد۔13فروری (اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف په تركيه كښې د زلزلې له امله په رامنځته شوې تباهۍ د ژور خفګان او افسوس څرګندونه كړې او وئيلي يۍ دي چې په دې سخت وخت كښې ټول پاكستانې اولس د تركيې وروڼو ترڅنګ ولاړ دے٬ يخنۍ څخه بچ كولو له خېمې٬ كمبلې٬ ګرمې جامې او د ضرورت نور څيزونه تركيه ته لېږلې شي٬ د ترکیې وروڼو سره په مرسته كښې به هېڅ كمې كولې نه شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه وزيراعظم د ګل په ورځ د تركيې سفارت دورې په مهال وكړه۔ په دې موقعه د خارجه چارو وزير بلاول بهټو زرداري، د قانون او انصاف وفاقي وزير اعظم نذير تارړ او د اقتصادي چارو وفاقي وزير سردار اياز صادق هم وزيراعظم سره وو۔ وزيراعظم په پاکستان کښې د ترکيې له سفير سره خپلو خبرو كښې ووئيل په زلزله کښې د قيمتي ځانونو په زيان راته ډېر افسوس او خفګان شوے دے٬ په دې ټول پاكستانې اولس خفه دے ٬ زمونږ ټولې خواخوږۍ ترك اولس سره دي۔ ده ووئيل په دې سخت وخت كښې ټول پاكستانې اولس د تركيې وروڼو ترڅنګ ولاړ دے٬ د ترك وروڼو مرستې له ټول ممكنه ګامونه پورته كولې شي٬ پاكستان څخه د مرستې د سامان لېږلو لړۍ روانه ده۔ ده ووئيل ترك وروڼو لپاره د فضائي ٬ سمندري او ټركونو د لارې د مرستې سامان لېږلې شي٬ دغسې د ټرېنونو د لارې د مرستې سامان په استولو هم غور روان دے۔ د ووئيل خارجه وزارت او په تركيه كښې د پاكستان سفير مو د روزانه په بنياد صورتحال څخه خبر ساتي۔ ده ووئيل د ترك وروڼو په مرسته كښې به هېڅ كمې كولې نه شي۔ ده ووئيل د كال 2005 په زلزله او د كال 2010 او اوسني سېلاب كښې تركيه د پاكستان بشپړه مرسته كړې وه۔ ده د تركيه سفير ته ووئيل چې هغه مونږ د ترك وروڼو ضرورتونو څخه خبر كړي دغسې چې د هغې د ترسره كولو بندوبست وكړې شي۔ ده ووئيل زمونږ دعاګانې او نېكې هيلې ترك اولس او حكومت سره دي۔ په دې مهال خپلو خبرو كښې خارجه وزير بلاول بھټو زرداري ووئيل په تركيه كښې د اوسنۍ زلزلې د لاسه په شوي زيان راته زيات افسوس شوے دے٬ د تركيه وروڼو مرستې له به ټول ممكنه ګامونه پورته كولې شي۔ په دې مهال د تركيه سفير مهمت پیکاسی ووئيل په زلزله كښې په ځاني زيان د غمرازۍ په كولو او د خواخوږۍ په څرګندولو د پاكستان مننه كوؤ۔ پاكستان په دې سخت وخت كښې مونږ سره اوږه په اوږه ولاړ دے او مونږ ته يۍ د هر ډول مرستې باور راكړې دې په دې مونږ د وزيراعظم او پاكستاني اولس مننه كوؤ۔ ده ووئيل د اوسنۍ زلزلې د لاسه د مړو شومېره 35 زره نه زياته ده او ددې صورتحال مخنيوې مونږ لپاره يو چېلنج دے۔ ده ووئيل د تركيه په زلزله ځپليو سيمو كښې د مرستې كارروايۍ روانې دي۔ پاك پوځ ٬اېن جي اوز او د پاكستان شتمند حضرات د مرستې په كارونو كښې برخه اخلي۔ په دې مونږ د ټولو مننه كوؤ۔ په دې موقعه وزيراعظم د مېلمنو په كتاب كښې خپل تاثرات هم درج كړل۔
په روانه سخته وضعه كښې ټول پاكستانې اولس د ترك وروڼو ترڅنګ ولاړ دے٬ د ترك وروڼو په مرسته كښې به هېڅ كمې كولې نه شي٬ د وزيراعظم شهباز شريف د تركيه سفارت دورې په موقعه خبرې
مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری انعامات