اسلام آباد۔13ستمبر (اے پی پی) صدر مملكت آصف علي زرداري په ضمني ټاكنو كښې په كاميابۍ ترلاسه كولو مخدو طاهر رشيد له مباركي وركړې ده۔ د جمعې په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې صدر مملكت هيله څرګنده كړه چې مخدو طاهر رشيد به د خپلې حلقې د اولس د هيلو له مخې كار وكړي٬ د حلقې د مسئلو حل كولو او اولسي خېر ښېګړې ته به خپل پام وګرځوي۔ صدر مملکت ووئيل مخدوم طاهر رشيد به په قومي اسمبلۍ كښی د رحيم يار خان د اولس بشپړه نمائندګي وكړي۔ ده د مخدوم طاهر رشيد په ټاكلو د حلقه اېن اے 171 د اولس مننه هم وكړه
مضمون کا ماخذ : آن لائن لاٹری