د پاکستان سفير مسعود خان كركټ سره په مينه لرونكو هېوادونو كښې په شاملېدو امريكائي واكمنو او اولس له مباركي وركړه


واشنګټن 06 جون (اے پي پي) په امريکا كښې د پاکستان سفير مسعود خان وئيلي دي تر دې چې كركټ په امريكا كښې هم خپل ځاے جوړ كړو كوم چې په نورو براعظمو كښې د اولسي لوبې نړيوالې پېژندګلو پلو يو مهم ګام دے، ټي ټوئنټي ورلډ کپ په وړومبي مېچ كښې د پاکستان مقابله به امريکې سره وي۔ د پاكستان سفارت لخوا د جاري بيان له مخئ ورلډ کپ د جون وړومبۍ نيټې څخه تر 29 جون په امريكا او وېسټ انډيز كښې كېږي او امريكا به د جام په 55 مېچونو كښې د 16 مېچونو كوربتوب كوي۔ خپل بيان كښې سفير مسعود خان كركټ سره په مينه لرونكو هېوادونو كښې په شاملېدو امريكائي واكمنو او اولس له مباركي وركړه۔ دغسې مسعود خان د پاکستان او امريکې ترمېنځه د تاريخي مېچ مشاهده كولو لپاره ډېلاس ته رسېدلے۔ په پاکستان كښې د امريكې سفير ډونلډ بلوم، د امريکې د خارجه محكمې چارواكي، په هيوسټن كښې د پاکستان قونصليټ او نور مېلمانه به هم د دواړو هېوادونو ترمېنځه د قوي اړيكو جشن لماځلو په دې مهم ايونټ كښې كښې ګډون كوي۔